اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د ايران سفير مهدي هنر دوست ليدلي۔ د ملاقات په مهال د سيمه ايزې سلامتيا پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې پھ دې مهال سرلښكر ووئيل پاكستان ايران سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او په شريك احترام او باور اډانه دا اړيكې به قائمې وي