اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې سندھ ته تلل زمونږ حق دے٬ كه چا په سندھ كښې كار نه وي كړې بايد د هغې نتيجې له چمتو پاتې شي٬ زمونږ سياسي مخالفينو ته هم دا حق ترلاسه دے چې د پنجاب پشمول چرته هم وغواړي شوق سره لاړ شي٬اولس زمونږ كاركردګي ګوري او د نورو كار هم د اولس په وړاندې دے٬مسلم ليګ (ن) تل د كاركردګۍ په بنياد ووټ ترلاسه كړے او سباؤن ګښې به هم د ښه كاركردګۍ څرګندونه كوي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د مسلم ليګ(ن)د سندھ تنظيمي غونډې مشري كولو سره وكړه۔ د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد نواز شريف د ګوند كارمندانو ته تاكيد وكړو چې د اولس سره رابطې وساتي او د پرمختګ٬څوكالۍ او روښانه پاكستان پیغام د سندھ ټولو ښارونو او كليو ته ورسوي۔ وزيراعظم ووئيل په سندھ كښې د اولس ملاتړ ترلاسه كېږي٬وزيراعظم د مسلم ليګ(ن) غړو ته ووئيل كه تاسو خواري وكړئ نو ډېرې ښه نتيجې به ترلاسه شي۔وزيراعظم د مسلم ليګ(ن)سندھ صدر بابو سرفراز خان جتوئي ته مخاطب كېدو سره ووئيل چې د اولسي رابطې يو پروګرام دې جوړ كړي دغسې چې په سندھ كښې هم د اولس سره رابطې او سياسي هلې ځلې پېل كړې شي۔ وزيراعظم د سندھ د وګړو په خراب حالت د افسوس څرګندونې سره ووئيل مونږ عزم كوو چې د سندھ اولس له طبي او تعليمي آسانۍ وركړی شي دغسې چې د سندھ د اولس د ژوند معيار ښه شي۔ سینیټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق ، د كورنيو چارو وزير چوهدری نثار علي خان ، د رېلوے وزیر خواجه سعد رفیق ،د سندھ ګورنر محمد زبیر ، د وزیراعظم صلاكار جام معشوق علي ، د سرمايه كارۍ بورډ چیئرمین مفتاح اسماعیل ،د وزیر اعظم د سياسي چارو صلاكار ډاکټر آصف کرماني ، مریم نواز ، د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن ماروی میمن ،د مسلم لیګ (ن) سندھ صدر بابو سرفراز خان جتوئي ، دوهم صدر شاہ محمد شاہ ، سناتور نهال هاشمی ، سناتور پرویز رشید ، سناتور مشاهد اللہ خان ، سناتوره نزهت صادق ، سناتوره بیګم نجمه حمید ، سناتور سلیم ضیاء ، کپټن (ر)محمد صفدر ، د اقليتي ونګ مسلم لیګ (ن)صدر ډاكټر درشن لال ، سید ایاز علی شاہ شیرازي ، جعفر اقبال ، بیګم عشرت اشرف ، صدیق الفاروق ، زاہده بھند ، ډاکټر شام سندھر اډواني او نورو هم په غونډه كښې ګډون وكړو