د چین پېکنګ پوهنتون آکسفورډ كښې د نوې كېمپس جوړولو اعلان

بیجنګ 07 اپرېل (اے پي پي) د چین پېکنګ پوهنتون په آکسفورډ كښې راروان كال د نوې كېمپس جوړولو اعلان كړې دې ۔ د چين ميډيا له مخې د چين د كوم پوهنتون لخوا تعليمي هلې ځلې بهر هېواد كښې د خپرولو په اړه دا وړومبنۍ هڅه ده۔ په دې لړ كښې د پوهنتون اېچ سي بي سې بزنس سكول اكسفورډ كښې اوپن پوهنتون څخه زمكه اخستې چرته به چې د پوهنتون كېمپس جوړولې شي