د چين اولس مشر شی جن پنګ د اسيا ، افریقې اور یورپ په شمول د ټولې نړۍ هېوادونو تړون د ستائنې وړ دے

APP05-14 ISLAMABAD: April 14 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addressing during the launching ceremony of Urdu Version of President Xi Jinping’s book “The Governance of China” at PM Office. APP

اسلام آباد ۔ 14 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د چين اولس مشر شی جن پنګ د اسيا ، افریقا اور یورپ پشمول د ټولې نړۍ هېوادونو د ټړون وژن د ستائنې وړ دے۔ پرمختګ له به مونږ له يو بل ته نزدې كېدل وي۔ نظرياتي اختلاف بايد زيات نه كړې شي۔ د اولس مشر شی جن پنګ سټرټېجک پارټنرشپ او د يوې منطقې او يو سړك وژن د قدر وړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د جمعې په ورځ د چين اولس مشر كتاب مخ كتنې دستورې ته وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د كتاب مخ كتنې دستوره كښې ګډون ما لپاره درناوې دے۔ وزيراعظم ووئيل شي جن پنګ د چين عظيم لاښود او د پاكستان ملګرے دے۔ د هغه كتاب د نړيوال پرمختګ لپاره د خيالاتو عكاسي كوي۔د چين اولس مشر د كتاب اردو سرخط ”چین کا طرز حکمرانی” ټاكلې شوې كوم چې يوازې د موجوده سياست نه بلكې د دواړو هېوادونو د جذباتو هم عكاسي كوي او پرمختګ لپاره د چين اولس په هڅو رڼا اچوي۔ ده ووئيل د چين امناكه پرمختګ ټولې نړۍ له يو مثال دے۔ ده ووئيل كتاب كښې اولسمشر د پاكستان پرمختګ لپاره په پورته كړو ګامونو بشپړه بحث كړې۔ وزیراعظم ووئيل دې كتاب څخه مونږ ته د چين د تېرو 40 كلونو غوره پرمختګ او ګورننس ٬ د قانون حكمرانۍ او د معاشي پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو له د پورته كړو ګامونو په اړه معلومات ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل كتاب څخه دا په ډاګه كېږي چې چين په نړيواله كچه لوړ مقام څنګه ترلاسه كړو۔ وزیراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو سياسي ٬ كلتوري او سياسي اړيكې په څو لسيزو مشتمل دي۔ ده ووئيل چين ټولې نړۍ سره امناكه اړيكې غواړي او د نړيوالې ورورولۍ پرمختګ له د چين هڅې مثالي دي۔ ده ووئيل پاكستان هم په سيمه ايزه او نړيواله كچه امن په ځائې كولو له كار كوي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل مونږ ټول د پرمختګ په لاره نه يوازې د منطقې بلكې د نړۍ سوكالۍ له كار كولې شو او امناكه ګاونډيتوب سره د شريك باور د لارې د شخړو امناكه هواري له زيات فعاله كردار ترسره كولې شو دغسې چې په نړيواله كچه بې وسي ختمه او د عام اولس پرمختګ ممكن شي۔ وزيراعظم ووئيل چين يو نړيوال قوت او د نړۍ مشري كوؤنكې هېواد دے۔ د سي پېك منصوبو زر ترر زره بشپړېدو سره زياتې مثبتې نتيجې ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان پرمختګ لپاره په دې مېګا منصوبه كښې چين سره په ګډه كار كول او استفاده كول غواړي۔ د سي پېك په ډول مېګا منصوبې سره به پاكستان كښې د بنيادي اډانې ٬ انرژۍ ٬ صنعت او تجارت په شمول بېلې څانګې وده ومومي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل سی پېک يوه مثالي منصوبه ده كومه به چې د روزګار او پرمختګ لارې هوارې كړي چې ورسره به د سيمې پرمختګ باوري شي۔ وزيراعظم د خپل تقرير په پايه كښې د پاك چين دوستي زنده باد نعره هم اوهله ۔ په دستوره كښې د چين سفير سن وی ډونګ ، سفارتی ورورولۍ ٬ ، پارلماني غړو او د وفاقی وزيرانو په شمول د سول سوسائټۍ غړو په ګڼ شمېر ګډون وكړو۔