د پوليو څاڅكو وركولو په اړه د سعودي په هوائي مېدانونو پاكستانيانو سره د امتيازې سلوك خبره سمه نه ده۔سرتاج عزيز

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي)د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي د پوليو څاڅكو وركولو په اړه د سعودي په هوائي مېدانونو پاكستانيانو سره د امتيازې سلوك خبره سمه نه ده۔د ګل په ورځ د سېنېټ پھ غونډه كښې د سناتور محسن عزيز د اړخه په 28 مارچ د سېنېټ غونډه كښې د پورته كړی شوې معاملې په ځواب سرتاج عزيز ووئيل د سعودي په هوائي مېدانونو پاكستانيانو له په زور د پوليو څاڅكو وركولو معامله يوازې پاكستانيانو وګړو له نه ده ٬ده ووئېل د ځينې نورو هېوادونو وګړو سره هم هغسې شوې۔د افغانستان٬نائيجېريا٬عراق٬صوماليه او يمن پشمول د ځينې هېوادونو وګړو ته د پوليو څاڅكي وركړی كېږي۔ ده ووئېل سعودي عرب د پوليو سرټيفيكېټ په اړه د روغتيا نړيوالې ادارې به اقداماتو عملدرامد كوي