د پاکستان او اردن د ورورولۍ نزدې اړيكې لري

APP53-25 ISLAMABAD: April 25 - President Mamnoon Hussain in a meeting with Faisal Akef El-Fayez, President of the Senate of Jordan who along-with a delegation called on him at the Aiwan-e-Sadr. Chairman Senate Mian Raza Rabbani is also present. APP

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان او اردون ترمېنځه روايتي د ملګرتيا اړيكې د شريكې ګټې تر كخه په كوټلې اقتصادي همكارۍ بدلولو ټينګار كولو سره وئيلي دي پاکستان او اردن د ورورولۍ نزدې اړيكې لري كومې چې په شريك تاريخ٬ عيقده او كلتور اډاڼه دي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د اردون د سېنېت صدر فېصل عاكف الفياض په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني او د اردن سفير سفیر نواف خالف ساریریح هم موجود وٶ۔ اولس مشر ووئيل پاكستان اردن سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د يو بل د مرستې ستائنه كوي۔ ده ووئيل پاكستان په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ ګټورې موقعې وړاندې كوي٬ د اسلامي نړۍ ترمېنځه اتحاد لپاره د اسلامي مرستې نتظيم پلېټ فارم كارولو سره پېښ چېلنجونه دې حل كړې شي٬ ده ووئېل په اولسي كچه د رابطو زياتوالي له د دواړو هېوادونو ترمېنځه كلتوري٬ تعليمي او د تجارتي پلاويو باقاعده تګ راتګ پكار دے۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان شخصې تجاران اردن كښې سرمايه كارۍ كول غواړي ۔ ده ووئيل اردن د پاكستان ټېكسټائل څانګې د پوهې نه ګټه پورته كولې شي ۔ اولس مشر ووئيل د اردن حكومت او اولس په هر سخت وخت كښې تل د پاكستان ملګرتيا كړې۔ اولس مشر د سوري كډوالو له په پناه وركولو د اردن د حكومت ستائنه وكړه ۔ اولس مشر په دې خبره خوشحالي ښكاره كړه چې اردن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل ٬ د اتومي توان نريوالې ادارې بورډ آف ګورننس انټرنېشنل ټېلي كميونكېشن يونټس او د اقتصادي او سماجي كونسل غړيتوب لپاره پاكستان ته د خپلې مرستې باور وركړې ۔اولس مشر ووئيل هر كال پاكستان د فني امدادي پروګرام له مخې په بېلا بېلو تعليمي ادارو كښې فارمېسي ٬ ډېنټسټري او انجينئرنګ څانګو كښې د اردن زده كوٶنكو لپاره 31 چوكۍ بېلوي۔ده هيله ولرله چې دا زده كوٶنكي به دواړه هېوادونه يو بل ته لا نزدې كولو لپاره كردار ترسره كړي۔۔ اولس مشر د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دفاعي اړيكو زياتوالي له د مرستې د نوې امكاناتو په جاج اخستو زور رواړلو سره په كال 2015 كښې پاكستان ته اېف 16 الوتكې وركولو لپاره د اردن د حكومت ستائنه وكړه ۔ د اردن د سېنېټ صدر فېصل عاکف الفیاض ووئيل دواړه هېوادونه كوټلې دوه اړخيزه اړيكې لري او اردن پاكستان سره په بېلو څانګو كښې مرسته زياتول غواړي۔ ده ووئيل اردن په بېلو څانګو كښې د پاكستان پوهې څخه استفاده كول غواړي۔ده د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ اولس مشر د اردن شاه شاہ عبداللہ لپاره د خپلو نېكو هيلو څرګندونې سره ھغوي له د پاكستان راتږ بلنه هم وركړه۔