د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ترمخه پرمختيائي پروژو په وخت بشپړېدو سره به د پاكستان پشمول سيمه كښې پرمختګ او څوكالي باوري شي

APP07-06 ISLAMABAD: April 06 – President Mamnoon Hussain in a meeting with Yu Zhengsheng, Chairman of National Committee of Chinese People’s Political Consultative Conference (CPPCC) who along-with a delegation called on him at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پاكستان او چين ملګرتيا سيمه كښې د امن ضمانت دے٬د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ترمخه پرمختيائي پروژو په وخت بشپړېدو سره به د پاكستان پشمول سيمه كښې پرمختګ او څوكالي باوري شي او دغسې د چين د سياسي مشاورتي كنفرنس چيئرمېن يوژنګ شنګ ووئيل پاكستان او چين د پرمختګ په ميوو كښې نړۍ شريكول غواړي٬هغه هېوادونه به ډېر زر يوازې شي كوم چې خپلې ګټې لپاره نړيواله ورورولي نظرانداز كوي٬دواړو لارښودو د دې خيالاتو څرګندونه په ايوان صدر كښې ملاقات كښې وكړه۔په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني٬سناتور سليم مانډوي واله٬د چين سياسي مشاورتي كنفرنس وائس چيئرمېن٬غړي٬د چين سفير او د دواړو هېوادونو اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ سره به نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي مرسته قوي شي بلكې دې سره به نورو ته هم ګټھ ورسي۔ده ووئيل پاكستان او چين په سيمه كښې د امن ضمانت دے۔ده ووئيل د چين سره ملګرتيا د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده ا و د پاكستان ټول سياسي ګوندونه د چين سره ملګرتيا ته وده وركول غواړي ځكه چې دواړه هېوادونه په شريك احترام او باور اډانه دي۔پلاوي سره په خپلو خبرو كښې اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه پلاويو تګ راتګ سره به اړيكې لا مستحكمې شي او سرمايه كاري به هم لا زياته شي۔ده ووئيل پاكستان او چين تل په سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې دغسې د پاكستان اقتصادي پرمختګ كښې د چين كردار د ستائنې وړ دے۔اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه سرمايه كارۍ ته لا پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔په دې موقع اولس مشر ووئيل پاكستان د تائيوان٬تبت٬سنكيانګ٬جنوبي چيني سمندر په اړه تل د چين د حكومت تائيد كړې۔اولس مشر پلاوي ته ووئيل د ضرب عضب عملياتو او اوس د ردالفساد د لارې به د ټول هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمه كولې شي۔د هېواد پرمختګ كښې خنډان جوړیدونكو مخ نيوې به كولې شي۔ده ووئيل تر ډېره حده په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې۔ده ووئيل مونږ د چين مننه كوو چې چين د ترهه ګرۍ په ضد كاروائيو كښې د پاكستان ملاتړ كړې۔اولس مشر ووئيل پاك چين اقتصادي راهدارۍ كښې زياتره هېوادونه د ګډون كولو خوښي لري۔ده ووئيل د پاكستان او چين پوهنتونونو پشمول د بېلو ادارو ترمينځع بايد رابطې زياتې كړی شي۔اولس مشر ووئيل پاكستان د ستراتېژېكي اهميت له مخې سيمه كښې مهم كردار ترسره كوي۔په دې موقع د چين سياسي مشاورتي كنفرنس چيئرمېن يوژنګ شينګ ووئيل د خپلې ګټې لپاره نړۍ نظرانداز كونكي هېوادونه به ډېر زر يوازې شي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته د نوي نسلونو لپاره ده۔اولس مشر ووئېل چين د برېښنا پېداوار لپاره د مشينري به جوړولو كښې هم د پاكستان مرسته كولې شي۔ده ووئيل پاكستان به ډېر زر د برېښنا پېداوار كښې خودكفيله شي۔ده د سي پېك په پروژه پېشرفت خوشبينه وګرځولو۔په دې موقع اولس مشر د چين اولس مشر او چينائي اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه دغسې د چين د سياسي مشاورتي كنفرنس چيئرمېن هم د چين حكومت د اړخه اولس مشر ممنون حسېن ته د نيكو هيلو پېغام وروسولو