اسلام آباد 06 اپریل (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي المان سره دوه اړخيزه اقتصادي اړيكوې قوي كول غواړو٬د پاكستان معيشت ښكاره شوې ٬امنيتي وضعه هم د تېر وخت په مقابل كښې څو چنده ښه ده۔ده دا خبرې د المان د اقتصادي مرستې او د پرمختګ وزير ډاكټر ګيرډ مولر سره ملاقات كښې كړی۔وزيراعظم د المان وزير ته ووئيل د پاكستان معيشت واضحه ښه شوې٬امنيتي وضعه هم د تېر وخت په مقابل كښې څو چنده ښه ده۔ده ووئيل زمونږ جمهوري تشخص د اوسني حكومت د جمهوري اصولو او د قانون له مخې د ټولو مسئلو لرې كولو نه څرګندېږي۔ده د اقتصادي اړيكو لا ودې لپاره د دوه اړخيزه چېمبر جوړولو وړاندېز هم وركړو۔د المان وزير پھ مېلمستيا كولو د وزيراعظم مننه وكړه او په بېلا بېلو څانګو كښې يې پاكستان سره د مرستې زياتولو عزم څرګند كړو۔د المان په پلاوي كښې د المان سفيره اينا ليپل٬د بي اېم زيډ ډائرېكټر جنرل برن هارډ فيلم برګ٬ډاكټر بيننګ پليټ او د اول سېكتر هېډ آف كوآپرېشن ډاكټر زول جيورجن شامل وو۔ملاقات كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو