د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنيادي مقصد د نړيوالې مرستې د لارې امن او استحكام ته وده وركول دي

APP06-06 ISLAMABAD: April 06 – Newly appointed Foreign Secretary Tehmina Janjua called on President Mamnoon Hussain at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پاكستان سفارتكار دې اقتصادي سفارتكارۍ ته پام لرنه وكړي دغسې چې د عالمګيريت ميوو څخه استفاده وكړې شي۔ده دا خبره خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ليدل۔اولس مشر تهمينه جنجوعه له په نوې ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې هغه به د خپلو ښو صلاحيتونو سره په نړيواله كچه د پاكستان د ګټې تحفظ وكړي۔ده ووئيل د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنيادي مقصد د نړيوالې مرستې د لارې امن او استحكام ته وده وركول دي۔ده سپارښتنه وكړه چې سفارتكار دې د كشمير مسئلې نه او په كشميري اولس د هندي ظلمونو څخه نړۍ خبر كړي۔ده خارجه سېكترې ته سپارښتنه وكړه چې غېر ملكي سفارتكار او پلاوي د ترهه ګرۍ په ضد د كاروائيو په لړ كښې د پاكستاني اولس او امنيتي ځواكوو قربانيو څخه خبر كړئ۔ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيانو له هر ډول آسانيو وركولو له دې هم ګامونه پورته كړې شي