د پاكستان اكادمي ادبيات تر سيوري لاندې دوه ورځنې قومي ادبي كنفرنس به د اپرېل په 29مه نېټه په لواړګي﴿ لنډي كوتل﴾ خېبر اېجنسې كښې پېل كېږي

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان اكادمي ادبيات تر سيوري لاندې دوه ورځنې قومي ادبي كنفرنس به د اپرېل په 29مه نېټه په لواړګي﴿ لنډي كوتل﴾ خېبر اېجنسې كښې پېل كېږي۔ د دې كنفرنس موضوع په قومي همږۍ كښې د ادبيانو كردار ده۔ په دې كنفرنس كښې به د ټول پاكستان څخه نامتو شاعران٬ ادبيان٬ ليكوالان او پوهان ګډون كوي چې پكښې سليم زار٬ پروېز شاهين٬ رحمت شاه سائل٬ سېلاب محسود٬ كشور ناهيد٬ شاهد زمان٬ شميم عارف قرېشي٬ عبدالزراق داد٬ جامي چانډيو٬ محمد حميد شاهد٬ وحيد بسمل٬ ډاكټر حسينه ګل٬ كليم شېنواري٬ شاكر حسېن شاكر٬ تاج جوئيو٬ ډاكټر امجد بهټي٬ پروفېسر سوسن براهوئيِ٬ پروفسېر اسلم تاثير٬ شېر باز خان برچه٬ اصغر نديم سيد٬ امر سېندو٬ِ باسط بهټي او د اكادمي ادبيات چيئرمېن پروفېسر ډاكټر قاسم بهګيو شامل دي۔ ډاكټر قاسم بهګيو اے پي پي ته ووئيل چې په فاټا كښې د ادارې لخوا په وړومبي ځل په دومره لويه كنفرنس كولې شي۔ كنفرنس لپاره چمتووالې نيول شوے او هيله چې د كنفرنس به مثبتې نتيجې راوځي او دا د امن په پلو مهم اقدام ثابت شي۔ د پښتو ژبې نامتو سكالر محمد عامر آفريدي د كادمې لخوا د دې اقدام ستائنه كړې٬ دغسې د پښتو ادبي ټولنو هم د دې كنفرنس هركلې كړے او وئيلي ئې دي چې دا يو ډېر ښه اقدام دے۔ فاټا سره تعلق لرونكي خبريال اختر منير بېټني هم په دې كنفرنس جوړولو د اكادمې ستائنه كړې