د ټېكنالوجې كارولو د لارې دې تګ راتګ سېف سټي بروژې سره وتړلې شي٬ په ټولو داخلي او خارجي ځايونو دې د مئي تر مياشت د رېډيو فريكونسي پېژندګلې نظام ولګولې شي

Interior Minister Ch. Nisar Ali Khan chairing a meeting on Traffic Management of Islamabad on 06 April 2017.

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د اسلام آباد ټرافيك پوليس ته امر كړے چې د غبرګو ښارونواسلام آباد او پېنډې ترمېنځه سفر كوونكو تګ راتګ دې اسان كړې شيِ٬ د ټېكنالوجې كارولو سره دې تګ راتګ سېف سټي پروژې سره وتړلې شي٬ په ټولو داخلي او خارجي ځايونو دې د مئي تر مياشت د رېډيو فريكونسي پېژندګلې نظام ولګولې شي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د كورنيو چارو وزارت كښې په خپله مشرې كښې د لوړې پاې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو لنډ مهاله سېكتر طارق محمود خان٬ اېډوكېټ جنرل٬ د اسلام آباد چيف كمشنر٬ د نادرا چيئرمېن٬ د اسلام آباد آئي جي٬ د ضلعي انتظاميې او د كورنيو چارو وزارت اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د نېشنل هائي اتهارټۍ او سي ډي اے چارواكي هم موجود وو۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د اسلام اباد په داخلي او خارجي ځايونو دې د ضرورت او د ځائ شتون له مخې لينز زيات كړې شي دغسې چې ټرافيك په ښه ډول روان وساتلې شي۔ غونډې ته خپله وېنا كښې د كورنيو چارو وزير په اېكسپرېس هائي وے٬ كشمير هائي وے او د مري روډ پشمول د غبرګو ښارونو په مهمو لويو لارو د ټرافيك په انتظاماتو د عدم اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د لويو ادعاګانو او ښائسته پرېزنټېشن سره د ټرافيك په انتظامي نظام كښې زيات ښه والې نه دې راغلې او خلق ستونزو سره مخ كېږي۔ ده د اسلام آباد پوليس آئي جي ته امر وكړو چې هغه دې په ذاتي توګه د ټرافيك د صورتحال څارنه وكړي او د ټرافيك رواني دې باوري كړي۔ د كورنيو چارو وزير د نادرا چيئرمېن ته سپارښتنه وكړه چې د څېره پېژندونكي آر اېف آئي ډي نظام لګولو له دې كار وكړې شي۔