د هېواد پھ بيلو برخو كښې د ترهه ګرۍ او لاقانونیت په مسئلو تر ډيره حده قابو موندلې شوے

APP19-07 ISLAMABAD: April 07 - President Mamnoon Hussain addressing the Army Officials Undergoing Training at the Command and Staff College, Quetta at the Aiwan-E-Sadr. APP

اسلام آباد 07 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي قام د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره يو موټے دے، د هېواد پھ بيلو برخو كښې د ترهه ګرۍ او لاقانونیت په مسئلو تر ډيره حده قابو موندلې شوے،د ضربِ عضب عملياتو کامیابۍ نه پس اوس عمليات ردالفساد د لارې د ترهه ګرو او د هغوي د سهولت کارو په ضد کارروائی روانې دي، حکومت د ترهه ګرۍ غوندې فتنو ختمولو له لوظي دے۔ دا خبرې ده د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې په كوئټه کمانډ اینډ اسټاف کالج كښې تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو سره د ملاقات په مهال وكړې۔ اولس مشر پھ دې موقع پوځي افسرانو سره خپلو خبرو كښې ووئيل بد امنۍ او ترهه ګرۍ ختمولو له پاك پوځ ، امنيتي ځواكونه او د سول انتظامیې کردار او قربانیو په وجه نړۍ نن قوي پاکستان پلو ګوري۔ ده ووئيل بلوچستان كښې بدامنۍ او ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره وسله والو ځواكونو د کارروائیو په وجه بلوچستان كښې امن راغلے۔ په دې لړ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ د ستائنې وړ دي۔ اولس مشر ووئيل پاکستان د ګاونډيانو پشمول ټولې نړۍ سره د ملګرتيا اړيكې غواړي۔ اولس مشر ووئيل د روس پاکستان زياتې شوې اړيكي د پاکستان د خارجه پالیسۍ مهمه برخه ده ۔ ده ووئيل پاك چین اقتصادی راهدارۍ د ټولې نړۍ پام ځان ته ګرځولې او اوس د نړۍ زياتره هېوادونه په دې كښې د شامليدو خوښي لري۔ ده ووئيل د سی پیك سره به سيمه كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي ۔ دې څخه ګټه پورته كولو له بايد مونږ چمتو شو۔ ده ووئيل سی پیك پروژه د كومې خاص سيمې لپاره نه ده بلكې د ټول پاکستان لپاره ده۔ ده ووئيل د سی پیك سره به بلوچستان ته ډيره ګټه ورسي