د هند لخوا پاکستان كښې د ترهه ګرۍ مرسته او رياستي سرپرستي په ډاګه شوې

اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) خارجه دفتر وئيلي دي د هند له اړخه پاکستان كښې د ترهه ګرۍ مرسته او رياستي سرپرستي په بشپړه توګه په ډاګه شوې ده ٬ نړيواله ورورلي بائد د هند د تخريبي او ترهه ګرۍ هلو ځلو نوټس واخلي٬ د تحريك طالبان پاكستان پخواني وياند احسان الله احسان ٬ د كلبهوشن يادويو پاكستان كښې د ترهه ګرۍ د اعترافي بيانونو او په دې وروستيو كښې په افغانستان كښې د مدر آف آل بم چاٶدنه كښې د “را” 13 اېجنټانو مرګ د هند په ضد نه رد كېدونكې ثبوتونه دي۔ ۔ د خارجه دفتر وياند نفیس زکریا د زيارت په ورځ اوونيز خبري بريفنګ كښې د ټي ټي پي پخواني وياند پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د احسان الله احسان كېس د كلبهوشن ياديو نه مختلف دے ٬ احسان الله احسان په رضاكارانه توګه خپل ځان امنيتي ځواكونو ته سپارلې او ھغه هم په افغانستان كښې د هند د را اېجنټانو د شتوالي ٬ د ترهه ګرو سرپرستۍ او افغان خاوره د پاكستان په ضد د كارولو اعتراف كړے دے۔ وياند ووئيل په دې وروستيو كښې افغانستان كښې د مدر آف آل بم چاٶدنه كښې د 13 را اېجنټانو مرګ هم منطقه او په خاص توګه پاکستان كښې د تخريبي او ترهه ګرۍ په هلو ځلو كښې د ككړېدو نه رد كېدونكې ثبوتونه دي۔ ده وئيل كلبهوشن يادويو را لپاره د كار كولو په مهال رېډ هېنډ نيولې شوې او د خپلو ټولو جرمونو اعتراف ئې كړې٬ د هېواد د ټولو قانوني تقاضو خيال ساتلو سره عدالت ھغه ته سزا اورولې ده۔ کلبوشن یادیو ته د قونصلر رسنې پحقله د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل په دې لړ كښې پرېكړه به په مېرټ كولې شي