د هند جنګي عزائم د سيمې سلامتيا له خطر دے٬پاكستان عمر له په كشمير د ثالثۍ هركلے كړې

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)پاكستان د ټولو هېوادونو پھ خاص توګه ګاونډيانو سره د امن ناكه اړيكو لپاره د عزم پخلي كولو سره وئېلي دي د هند جنګي عزائم د سيمې سلامتيا له خطر دے٬پاكستان عمر له په كشمير د ثالثۍ هركلے كړې٬د پولې سره نزدې د ترهه ګرۍ مخ نيوي له به خپل اړخ ته ازغن تار لګولې شي٬پھ افغانستان كښې امن او پراكسي وار ختمولو له كردار ترسره كوو٬د كشمير شخړه د سيمې پرمختګ له بنيادي خنډ دے٬نړيواله ورورولي دې په هند كښې د مسلمانانو پشمول په نورو مذهبي اقليتونو د ظلمونو نوټس واخلي۔د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو ځوابونو كښې وكړه۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان تل د اتومي وسلې به كارولو كښې د وړاندي والي نه كولو خبره كړې۔د پاكستان تجويز شوې ستراتېژېكي ريسټرين رجيم اتومي تصادم څخه د بچ كېدو ښه تګلار ده٬په كشمير د ثالثۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان په كشمير د امريكې او د ايران د وړاندېز هركلے كوي۔د ملګرو ملتونو پخواني او اوسني عمومي سېكترانو هم د ثالثۍ وړاندېز كړی وو خو هند د عمر له د منفي ردعمل څرګندونه كړی٬ ده ووئېل مونږ تل د ثالثۍ د وړاندېز هركلے كړې۔ده ووئيل د هند جنګي عزائم د سيمې سلامتيا له خطر دے۔په مقبوضه كشمير كښې هند د رياستي ترههګرۍ لړۍ روانه ساتلې او د تېرو څو ورځو په مهال هندي عسكرو ګڼ شمېر كشميريان ژوبل كړي۔ ده ووئېل هند د دغه ظلمونو څخه د نړيوالې ورورولۍ پام ګرځولو له پرله پسې د ډز بندۍ خلاف ورزي كوي خو پاك پوځ د مړانې او زغم څرګندونه كوي۔وياند ووئيل نړيواله ورورولي دې د معاملې نوټس واخلي۔وياند د افغان پولې سره نزدې د ښاردار تار لګولو سپيناوې كولو سره ووئېل مونږ خپل اړخه ته ښاردار تار لګوو چې مقصد يې د پولې دواړه اړخو ته د ترهه ګرو مخ نيوي دے٬بارډ منيجمنټ په اړه ټول كار د پولې دې پلو كېږي۔وياند ووئيل بارډر منيجمنټ زمونږ د وګړو او سيمې تحفظ له ضروري دے۔وياند ووئيل د اسلامي پوځ اتحاد د كوم يو هېواد لپاره يا د كوم هېواد په ضد نه دے٬د آلائنس مقصد د ترهه ګرۍ شريك خطر مخ نيوي كول دي٬د خارجه پالېسۍ په اړه د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنيادي مقصد د ټولو هېوادونو او په خاص توګه ګاونډيانو سره د امن ناكه اړيكو لپاره دے٬مونږ په افغانستان كښې د هر ډول پراكسي جنګ مخالفت كوو۔وياند ووئيل په افغانستان كښې موجودو پاكستانيانو د ويزې ترلاسه كولو ستونزو څخه خبر يو او په دې لړ كښې مونږ د افغان چارواكو سره به تماس كښې يو