د مزدورانو نړيواله ورځ به په جذبه او ولوله لمانځلې شي۔ آل پاكستان وركرز كنفېډرېشن

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) آل پاكستان وركرز كنفېډرېشن د خواري كښو نړيواله ورځ په جذبه او ولوله د لمانځلو اعلان كړې دې ۔ په دې لړ كښې د كنفډرېشن چارواكو په مشرۍ كښې به د اسلام آباد او پېنډۍ پشمول د هېواد په لويو ښارونو كښې احتجاجي جلسې او لاريونونه كولې شي ۔د خواري كښو نړيوالې ورځ په مناسبت سره پېنډۍ كښې د مئي په وړومبۍ نيټه لياقت باغ پرېس كلب كښې جلسه كېږي او دې څخه وروستو به لاريون هم كېږي۔