د مئي مياشت كښې د پېټروليم مصنوعاتو نرخونو په ځائې ساتلو پرېكړه د وزيراعظم لخوا اولس ته د زيات ريليف وركولو هداياتو په رڼا كښې د پېټروليم مصنوعاتو په نرخونو كښې د بدلون نه كولو پرېكړه شوې۔ د خزانې وفاقي وزير سېناتور اسحاق ډار ميډيا سره خبرې

APP05-30 ISLAMABAD: April 30 - Finance Minister, Senator Mohammad Ishaq Dar announcing PoL prices for the month of May. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد ۔ 30 اپریل (اے پی پی) حکومت د مئي په مياشت كښې د پېټروليم مصنوعاتو نرخونو په ځائې ساتلو پرېكړه كړې۔ د اتوار په ورځ د خزانې وزير سېناتور اسحاق ډار ميډيا سره خبرو كښې د پېټروليم مصنوعاتو په نرخونو كښې د كوم بدلون نه كولو اعلان وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل د اوګرا او پېټروليم او قدرتي وسيلو وزارت د خاورو تېلو نرخونو كښی د 15 روپۍ 19 پېسو ٬ د لائټ ډيزلو د لېټر په سر نرخ كښې د 10 روپۍ 65 پېسې ٬ د اېم اېس 62 رون پېټرول نرخ كښې د 1 روپۍ 20 پېسې او د ډيز په نرخ كښې د 1 روپۍ 10 پېسو اضافې كولو سپارښتنه كړې وه۔ ولې د وزيراعظم لخوا اولس ته د زيات ريليف وركولو هداياتو په رڼا كښې د پېټروليم مصنوعاتو په نرخونو كښې د بدلون نه كولو پرېكړه شوې۔ ده ووئيل د مئي په مياشت كښې به د پېټروليم مصنوعات نرخونه د اپرېل په كچھ ساتلې شي۔ په مئي كښې به د پېټرول قيمت 74 روپۍ ٬ ډیزل 83، د خاور تېل 44 او لائټ ډیزل آئل 44 روپۍ لېټر ساتلې ۔ ده ووئيل زياتره عام وګړي د خاورو تېل او لائټ ډيزل كاروي له دې كبله دې كښی د زياتوالي اغېز به په عام اولس راځي ځكه دا نرخونه په ځائې ساتلې شوي دي۔ ده ووئيل اپریل 2016 څخه د پیټرولیم مصنوعاتو په نرخونو كښې اضافه نه كولو سره حكومت د خزانې نقصان كوي ولې اولس ته سبسډي وركوي۔