د كلبهوشن ياديو په سزا د هند د بې بنسټھ تورونو غندنه كوو٬نوې ډېلۍ دې د ذمه وارۍ څرګندونې سره د داسې بيانونو جاري كولو څخه ډډه وكړي چې ورسره د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه دښمني زياتېږي

APP59-14 ISLAMABAD: April 14 - Adviser to the Prime Minister on Foreign Affairs Sartaj Aziz briefing the media regarding the issue of Kulbushan Jhadav. APP

اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي)خارجه سلاحكار سرتاج عزيز د كلبهوشن ياديو سزا په اړه د هند د بې بنسټه تورونو غندنه كولو سره وئېلي نوې ډېلۍ دې د ذمه وارۍ څرګندونې سره د داسې بيانونو جاري كولو څخه ډډه وكړي چې ورسره د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه دښمني زياتېږي۔د پاك هند په اړيكو كښې د زيات شوي تاؤ تريخوالي ختمولو له فعاله سفارتكارۍ ته اړتيا ده۔د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو په ضد د هېواد د قانون ترمخه په سپيځلې ډول مقدمه چلولې شوې٬هغه له قانوني مرسته وركړې شوې٬كلبهوشن ياديو د پاكستان سلامتيا ته زيان رسولو او تخريبي هلو ځلو كښې ككړ وو٬هغه ته په كوټلي شواهدو سزا اورولې شوې۔هندي جاسوس له په سزا وركولو ټول سياسي ګوندونه متفق دي۔ د جمعې په ورځ خارجه سلاحكار خبري كنفرنس ته په خپل خطاب كښې د پوځي عدالتونو د اړخه د كلبهوشن ياديو د مرګ سزا پريكړی نه پس د هند د بې بنسټھ تورنو غندنه كولو سره وئېلي دي چې د كلبهوشن ياديو په ضد مقدمه كښې ټولې قانوني تقاضې پوره كړې شوي دي۔مقدمه په سپيځلې ډول چلولې شوې او هغه له قانوني مرسته هم وركړی شوې٬ كلبهوشن ياديو د پاكستان سلامتيا ته زيان رسولو او تخريبي هلو ځلو كښې ككړ وو٬هغه ته په كوټلي شواهدو سزا اورولې شوې۔خارجه سلاحكار ووئيل كلبهوشن ياديو د پاكستان آرمي ايكټ 1952 سېكشن 59 آفيشل سېكرټ ايكټ 1923 سېكشن 3 ترمخه فيلډ جنرل كورټ مارشل(اېف جي سي اېم)شوې۔ياديو د مجسټرېټ او عدالت په وړاندې اعتراف كړې چې ما ته د هندي استخبارتي ايجنسۍ”را”په پاكستان كښې د تخريبي هلو ځلو او جاسوسي ټاسك سپارلې وو۔ خارجه سلاكار تفصيلات بيانولو سره ووئيل چې كلبهوشن ياديو ګوادر او تربت٬جيهواني پورټ سره نزدې راډار سټېشن او د عامو وګړو پھ بېړو نيغ په نيغه بريدونو٬بلوچستان كښې ځوانان٬د هېواد په ضد تخريبي هلو ځلو په اړه راپارلو٬مالي مرسته كولو٬ 2015 كښې د كوئټې بمي چاودنو او تربت٬پنجګور٬ګوادر٬پسني او جيهواني كښې د اېف سي او په اېف ډبليو او بريدونو كښې ككړ وو۔د مجسټرېټ په وړاندې د هغه ټول اعترافي بيانونه رېكارډ كړی شوي٬د ټولې عدالتي كاروائۍ په مهال ياديو له د دفاع لپاره د قانوني فيلډ افسرانو خذمات وركړې شوي۔د مقدمې نه پس يو اعلٰی فورم د سزا حكم اورولې۔ده ووئيل د قانون ترمخه كلهبوشن ياديو له په 40 ورځو كښې د اپيل حق ترلاسه دې۔د اپيل كورټ پرېكړی نه پس به هغه په 60 ورځو كښې سرلښكر څخه او سي او اے اېس د پريكړې نه پس په 90 ورځو كښې اولس مشر ته د رحم اپيل كولې شي۔خارجه سلاحكار ووئيل په 23 جنوري 2017 د هند حكومت ته خط لېږلې شوې چې پھ كښې د خاص معلوماتو او مهمو ګواهانو تر رسنې خواست شوې وو خو د هند د اړخه تراوسه كوم ځواب نه دې ترلاسه شوې۔خارجه سلاحكار د هند څخه پوښتلې چې كلبهوشن ياديو ولې په جعلي نامه خپل ځان مسلمان څرګند كړې٬دوه پاسپورټونه يې ولې ساتلي٬يو هندو نامه او بل مسلمان نامې سره هغه ولې پیژندلې شي۔ بلوچستان كښې د خپل حاضر سروس نيول كمانډر د موجودګۍ په كوم جواز نه لرلو هند بې بنسټھ تورونه او پروپېګنډې كوي