د قامی سلامتیا سلاحكار لیفټېننټ جنرال (ر) ناصر جنجوعه سره د اروپائي ائتلاف پارلمان خارجه چارو کمېټۍ پلاوي وليدل

اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) د قامی سلامتیا سلاحكار لیفټېننټ جنرال (ر) ناصر جنجوعه سره د اروپائي ائتلاف پارلمان خارجه چارو کمېټۍ پلاوي د ډیوډ میك الیسټر په مشرۍ كښې وليدل ٬ د ملاقات په مهال د سيمې په جغرافیائی سیاسی صورتحال او پاکستان كښې د امنيت په چارو غور وشو۔ د قامی سلامتیا سلاحكار لیفټېننټ جنرال (ر) ناصر جنجوعه د اروپائي ائتلاف پارلماني پلاوي هركلې كولو سره ووئيل پاکستان اروپائي ائتلاف سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ ده د پاکستان او اروپائي ائتلاف د اړيكو په مجموعی صورتحال د اطمینان څرګندونې سره د مرستې نوي څانګو د لارې دغه اړيكو ته د ودې وركولو پھ حاجت زور راوړو۔ د قامی سلامتیا سلاحكار د هېواد مجموعی سلامتیا پھ صورتحال كښې په ښھ والې او د سباؤن پروژو په اړه پلاوي له بریفنګ وركړو۔ د اروپائي پارلماني پلاوي د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد د پاکستان هڅې وستئالې۔ پلاوي اعتراف وكړو چې پاکستان يو ښه هېواد دے او دلته د سېلګرۍ ښه موخې شته