د زمبابوے کرکټ ډله به جون میاشت كښې هالینډ ته ځي

هرارے 23 اپریل (اے پی پی) د زمبابوے کرکټ ډله به جون میاشت كښې هالینډ ته ځي۔ د زمبابوے کرکټ بورډ وئيلي دي د زمبابوے ډله به د سرې لنكا دورې څخه وړاندې هالینډ ته ځي چرته به چې درې ون ډے میچونه كوي ، دا میچونه به په 20 ، 22 او 24 جون کولې شي۔ دې نه وړاندې به د زمبابوے كركټ ډله سکاټ لینډ سره دوه ون ډے ميچونه كوي۔ د بورډ له مخې د زمبابوے کركټ ډله به جولائی كښې سری لنکا ته ځي چرته به چې دوه ټېسټ او ون ډے میچونه كوي