د زمبابوے د کرکټ لوبډله به د جون په میاشت كښې هالینډ ته ځي

هرارې 24 اپرېل (اے پي پي) د زمبابوے د کرکټ لوبډله به د جون په میاشت كښې هالینډ ته ځي۔ د زمبابوے د کرکټ بورډ وئيلي دي چې د زمبابوے لوبډله به د سرې لنكا دورې نه وړاندې هالینډ ته ځي چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد درې ون ډے میچونه كوي ، دا میچونه به په 20 ، 22 او 24 جون کولې شي۔ د دې نه وړاندې به د زمبابوے د كركټ لوبډله سکاټ لینډ سره دوه ون ډے ميچونه كوي۔ د بورډ له مخې د زمبابوے د کركټ لوبډله به د جولائي په مياشت كښې سری لنکا ته ځي چرته به چې دوه ټېسټ او ون ډے میچونه كوي