اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي د رېنجرز كاركردګي او قربانۍ هر درې مياشتې پس په غېر ضروري توګه متنازعه كولې شي رېنجرز كراچۍ كښې خپلې ذمه وارۍ ھغه وخت ترسره كولې شي كله چې دوي ته د ترهه ګرۍ مخنيوي اېكټ 1997 له مخې اختيارات وركولو كښې د هيلو بهانو نه كار ونه خستې شي٬ د سندھ حكومت رېنجرز ته د محدود اختياراتو اشاره د قانون او ضابطو خلاف ده ولې چې كوم هم يو قانون د انتظامي آرډر د لارې نشي محدودولې كېدې٬ د سندھ واكمن خو رېنجرز د خپل ګارډز په توګه كارول خو غواړي ولې كراچۍ كښې د اولس تحفظ له د اړوند قانون له مخې اختيارات وركولو لپاره تيار نه دے ۔ د شورو په ورځ د داخله وزارت وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې دا خبره هم د ټوقو ده چې د سندھ صوبائي واكمن رېنجرز د خپل ګارډز په توګه خو كارول غواړلي ولې د كراچۍ د اولس تحفظ لپاره د اړوند قانون له مخې دوي ته اختيارات وركولو له چمتو نه دے۔ ده ووئيل د سندھ رېنجرز امنيتي كمپني نه ده چې د وي آئي پيز په امنيت ولګولې شي۔ داخله وزير ووئيل چې دا عذر هم هېڅ جواز نه لري او غېر منطقي دې چې د سندھ واكمن رېنجرز ته ھغه شان اختيارات وركول غواړي څننګه كښې د پنجاب واكمنو وركړې۔ دا حقيقت دے چې پنجاب كښې رېنجرز ته د ترهه ګرۍ مخنيوي اېكټ 1997 دفعاتو له مخې اختيارات وركړې شوې دي او دوي پنجاب يا وفاقي حكومت محدود كړې نه دي۔ ده ووئيل د كراچۍ او سندھ اولس د رېنجرز په كاركردګۍ نه يوازې مطمئن دي بلكې په ھغوې باور كوي او دا خبره ډېره د خېرانتيا نه بلكې د اندېښنې وړ هم ده چې صوبائي حكومت د خپل خاص سياسي مقصدونو په خاطر د كراچۍ اولس په امنيت سودا كوي۔ ده ووئيل د سندھ واكمن خو رېنجرز د خپل ګارډز په توګه كارول خو غواړي ولې كراچۍ كښې د اولس تحفظ لپاره رېنجرز ته اختيارات نه وركوي۔ ده ووئيل كه صوبائي واكمنو رېنجرز ته د اختيارات وركولو د مودې پراخه كولو اعلاميه جاري نه كړه نو وفاقي حكومت به په متبادل آئيني او قانوني لارو غور وكړي۔