د رجسټرډ افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو عمل روان دے٬ په دوو ورځو كښې 1097 كډوال هېواد ته ستانه شوي

اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان څخه د رجسټرډ افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو عمل روان دے٬ په دوو ورځو كښې 1097 كډوال هېواد ته ستانه شوي دي۔ هېواد ته ستنېدونكو افغان كډوالو ته 200 ډالره وركولې شي۔ د شورو په ورځ د يو اېن اېچ سي آر ميډيا ډائرېكټر ډاكټر دونیا اسلم “اے پي پي” سره په خبرو كښې ووئيل د ژمي موسم نه پس د يو اېن اېچ سي آر لخوا د رجسټرډ افغان كډوالو د ستنېدو عمل په درېم اپرېل پېل شوې او په تېرو دوو ورځو كښې 1097 كډوال هېواد ته ستانه شوي۔ ده ووئيل هره ورځ نزدې 500 كډوال بېرته ځي او د دوي ستنېدو په موقع يو اېن اېچ سي آر سنټر كښې د رجسټرډ افغان كډوالو ډي رجسټرډ كولو يو فارم وركولې شي كوم چې كښې د ستنېدونكې كورنۍ كوائف د ماشومان شمېره او نامې شاملې وي٬ وركولې شي او فارم جمع كولو سره په سنټر كښې دوي سره سړي سر 200 ډالره مالي مرسته كولې شي۔ ډاكټر دونيا اسلم ووئيل چې د ستنېدو نه وړاندې كډوالو له د يو اېن اېچ سي آر دفتر سره رابطه كولو او د ستنېدو نيټه اخستل پكار دي دغسې چې ھغوي د زحمت نه بچ شي۔