د داخله وزير په امر د اسلام آباد ايئرپورټ پېښې په اړه پلټنې پېل شوې

اسلام آباد ۔ 19 اپریل (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په اسلام آباد ايئرپورټ تېره وځ د مسافرې مېرمنې او د اېف آئي اے اهلكارو ترمينځه د جھګړې په معامله داخله وزارت ته د ترلاسه شوو شواهدو په رڼا كښې د اړوندو اهلكارو په سمدستي توګه د معطل كولو امر كړے دے ۔د داخله وزارت لخوا جاری كړي شوي بيان ترمخه داخله وزير د اېف ائب در چارواكو نه د پېښې نوټس نه اخستو او د ذمه وارو په ضد كاروائۍ كولو كښې په تاخير كولو ځواب وغوښت۔ د داخله وزير په حكم د معاملې په اړه پلټنې پېل شوې او راروانو درېو ورځو كښې انكوائري كمېټۍ ته د پلټنې بشپړولو او د راپور جمع كولو سپارښتنه هم وكړې شو