د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار سره د المان اقتصادي مرستې او پرمختګ وزير ډاكټر ګيرډ ملر وليدل

APP20-06 ISLAMABAD: April 06 - Finance Minister, Senator Mohammad Ishaq Dar in a meeting with visiting German Federal Minister for Economic Cooperation and Development, Dr. Gerd Muller. APP

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار سره د المان اقتصادي مرستې او پرمختګ وزير ډاكټر ګيرډ ملر ليدلې دي ۔د ملاقات په مهال پرمختيائي مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د خزانې وزير اسحاق ډار د المان حكومت د اړخه پاكستان كښې بېلو پرمختيائي پروژو او په خاص توګه پاكستان مائيكرو فنانس انويسټمنټ كمپنۍ له د المان پرمختيائي بانك اېف ډبليو مرسته وستائېله۔ده ووئيل پاكستان مائيكرو اكنامك استحكام ترلاسه كولو نه پس د كوټلي او مجموعي نمو ترلاسه كولو ته پام لرنه كړې۔ده پاكستان كښې مالياتي او ډيجيټل شموليت ودې په اړه اقدامات هم رامخې ته كړل او د المان كمپنو له يې بلنه وركړه چې د پاكستان سرمايه كارۍ پالېسو او خاص اقتصادي زون څخه استفاده وكړي او په بېلو څانګو كښې سرمايه كاري وكړي۔په دې موقع د المان وزير د تېرو درې نيمو كلونو په مهال د پاكستان د اقتصادي كاميابو اعتراف كولو سره د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ مخ نيوي نړيوال امن له هڅې وستائېلې۔ده ووئيل المان به پاكستان كښې اقتصادي او پرمختيائي پروګرام روان ساتي۔ده پاكستان لپاره سرمايه كارۍ او تجارت ته د ودې وركولو په لړ كښې د خزانې وزير اسحاق ډار ته د المان دورې بلنه هم وركړه۔په دې موقع د المان او پاكستان ترمينځه پرمختيائي مرستې قوي كولو لپاره په شريكه اعلاميه لاس ليك وكړې شو