د خارجه صلاحكار سرتاج عزیز سره د ملائیشیاء پخواني وزیر اعظم عبداللہ احمد بداوی وليدل

APP104-05 ISLAMABAD: April 05 - Adviser to the Prime Minister on Foreign Affairs Sartaj Aziz shaking hand with the Former Prime Minister of Malaysia H.E. Tun Abdullah Ahmad Badawi. APP

اسلام آباد 05 اپریل (اے پی پی) د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزیز سره د شورو پھ ورځ د ملائیشیاء پخواني وزیر اعظم عبداللہ احمد بداوی ليدلې دي ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د خبرو پھ مهال دواړه ډلو د پاك ملائشیاء په دوه اړخيزه اړيكو ، او آئی سی پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو او په بيلو نړيوالو فورمونو كښې د مرستې جاج اخستې او اسلامي نړۍ ته په پېښو چارو ئې هم خبرې كړې ۔ د ملائشیاء پخواني وزیر اعظم د نهه كسيزه سرمایه کارو پلاوي سره د پاکستان په دوره راغلے۔عبداللہ بداوی 2003 نه تر 2009 د ملائشیاء وزیر اعظم پاتې ؤه۔ د دواړه هېوادونو ترمينځه آزاده تجارتی لوظنامه شوې چې ورسره دوه اړخيزه تجارت زيات شوې۔ د پخواني وزیر اعظم په مشرۍ كښې د ملائشیاﺀ سرمایه کارو پلاوي د حلال فوډ پروسیسنګ، مائیکرو فنانسنګ او قدرتی وسائلو په څانګو كښې د سرمایه کارۍ د امکاناتو جاج اخستو پھ غرض پاکستان ته راغلے دے ۔ خارجه صلاحكار د ملائشیاﺀ پلاوې پاکستان څخه د ترهه ګرۍ ختمولو له حکومتی اقدامات په اړه بریف کړو