د جاپان او امریکې جنګي سمندري بيړو مشقونه پيل شول

ټوکیو 23 اپریل (اے پی پی) د جاپان او امریکې جنګي سمندري بيړو مشقونه لويديز بحر الکاهل كښې پيل شوي۔ د المان ميډيا له مخې بحرالکاهل كښې شريك مشقونه به څو ورځې روان وي او امکان دے چې د اتوار په ورځ بحیرہ جاپان ته رارسيدونكې د امریکې جنګی بیهه کارل وِنسن به هم په دې پوځي مشقونو كښې ګډون وكړي۔ دا پوځي مشقونه جزیرہ نما کوریا كښې د زيات شوي تاؤ ترېښوالې په تناظر كښې پيل شوي۔ بلخوا شمالی کوریا كښې د پیپلز آرمی جوړيدو 50مه سالګرہ د نهې په ورځ لمانځي