د اولس مشر ممنون حسېن سوئيلي افريقا لپاره غوره كړې شوي هائي كمشنر سهېل خان سره خبرې

APP30-19 ISLAMABAD: April 19 - Ambassador-designate of Pakistan to South Korea Rahim Hayat Qureshi called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد ۔ 19 اپرېل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو سره سره د نورو هېوادونو سره سياسي ٬ معاشي او تجارتي اړيكو لا زياتولو ته بائد خاص پاملرنه وكړي۔ دا خبره اولس مشر سوئيلي افريقا لپاره غوره كړې شوي هائي كمشنر ډاكټر سهېل خان سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورؤ په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ اولس مشر ډاكټر سهېل خان ته د هائي كمشنر په حېث په غوره كېدو مباركي وركولو سره ووئيل پاكستان سوئيلي افريقا سره 1994ﺀ څخه سفارتي اړيكې لري۔اولس مشر غوره كړې شوي نوي هائي كمشنر ته امر وكړو چې دوه اړخيزه اړيكې مستحكم كولو لپاره دې تجارت ته په وده وركولو زور راوړلې شي۔ اولس مشر ووئيل د سوئيلي افريقې د مېنوفبکچرنګ او ټیکنالوجی څانګه كښې تجربو څخه بايد ګټه پورته كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان ټولو هېوادونو سره تجارت لا زياتول غواړي۔ اولس مشر ووئيل سوئيلي افريقې سره د دفاعي څانګې وده له په دې ورستو ورځو كښې شوې لوظنامه ډېره مهمه ده۔ هيله ده چې ې سره به اړيكې لا زياتې شي۔ اولس مشر غوره كړي شوي هائي كمشنر ته سپارښتنه وكړه دا خبره باوري كړئ چې سوئيلي افريقا دې باقاعدګۍ سره پاكستان آئیډیاز نندارتون كښې ګډون كوي۔ اولس مشر د دواړو هېوادونو ترمينځه د زياتو اولسي رابطو په حاجت زور راوړو دغسې چې ورسره تجارت هم وده ومومي۔ اولس مشر ووئيل په سوئيلي افريقا كښې د پاكستانو وګړو مسئلو لرې كولو ته دې هم پام وګرځولې شي۔ اولس مشر هيله ولرله چې ډاكټر سهېل خان به خپلې نوې ذمه وارۍ په غوره ډول ترسره كړي