د اولس مسئلوحل له ټولې وسيلې كارولې شي۔ وفاقي وزير خواجه محمد آصف

سیالکوټ ۔ 02اپرېل (اے پی پی) د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي د اولس مسئلې حل كولو له ټولې وسيلې كارولې شي۔ د اتوار په ورځ د سيمې وګړو سره د عام ملاقاتونو په مهال خپلو خبرو كښې ده ووئيل د اولس خېر ښېګړې ته حكومت تر ټولو اول پام كوي او په دې لړ كښې د اولسي خېر ښېګړې يو شمېر ګامونه هم پورته كولې شي۔ ده په دې مهال د طالبعلمانو مسئلې واورېدلې او ددې فوري حل لپاره ئې احكامات جاري كړل۔