اسلام آباد 07 اپرېل (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې د اقتصادي لارې له مخې د ټولو پروژو په خپل وخت او موثر ډول د عملي كولو عزم لرو٬ سی پيك عملي كولو لپاره مونږ د چين د وزارتونو او د ادارو د مرستې مننه كوو٬هېواد كښې د توان د كمي خاتمې د حكومت وړومبې ترجيح ده۔ده دا خبرې د چين د پاور کنسټرکشن کارپوریشن د بورډ آف ډائرېكټرز چيئرمېن او صدر یان ژي یانګ په مشرۍ كښې چينائي پلاوي سره په ملاقات كښې وكړې كوم چې وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔وزيراعظم د چينائي پلاوي هركلے كولو سره ووئيل چې د پاكستان او چين په مينځ كښې د يو بل د احترام او په يو بل د باور كولو لا زواله دوستي ده۔وزيراعظم ووئيل چې د اقتصادي لارې له مخې د ټولو پروژو په خپل وخت او موثر ډول د عملي كولو عزم لرو۔وزيراعظم د پاور چائنه د مرستې ستائنه كولو سره د دې هيلې څرګندونه وكړه چې په تندۍ سره د پروژو ترسره كېدو په نتيجه كښې به د توان په بحران قابو موندلو كښې مرسته وشي۔وزيراعظم ووئيل چې حكومت به د روانو پروژو زر تر زره كولو لپاره په بشپړه توګه مرسته كوي۔ده پاور چائنه ته د ټرانسمېشن لائن او د اوبو نه د برېښنا پېدا كولو پشمول په هر هائيډرو پاور پروژو كښې د سرمايه كارۍ د موقعو لټولو بلنه وركړه۔د پلاوي مشر په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه او وې وئېل چې د پاكستان او چين ترميڼځه به مرسته روانه وي۔ده ووئيل چې د توان د پروژو په نتيجه كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه قوي شراكتداري جوړه شي۔ده وزيراعظم ته ووئيل چې د پاكستان سل ځوانانو او انجينئرانو ته د چين پاور سېكټر كښې تربيه وركړې شوې كوم به چې په پورټ قاسم پاور پروژه كار كوي۔ده ووئيل چې د دوي كمپني نورو پاكستانيانو ته هم د تربيه وركولو اراده لري۔په چينائي پلاوي كښې د پاور چائنه چيئرمېن شينګ يو مينګ٬د پاور چائنه ايګزېكټو وائس پرېذيډنټ لاؤ ليو شن او د پاور چائنه ايګزېكټيو وائس پرېذيډنټ شامل وو۔د ملاقات په مهال د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو