داخله وزير چوهدري نثار علي خان ښكار لپاره پاكستان ته راتلونكې پلاويو او د دوي د سټاف د تګ راتګ په لړ كښې د اېس او پيز منظوري وركړه

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) داخله وزير چوهدري نثار علي خان ښكار لپاره پاكستان ته راتلونكې پلاويو او د دوي د سټاف د تګ راتګ په لړ كښې د اېس او پيز منظوري وركړې۔د كورنيو چارو وزارت لخوا د ترتيب كړی شوې اېس او پيز اړوندو وزارتونو او پاكستان كښې غېر ملكي سفارتخانو او بهر هېوادونو كښې پاكستاني سفارتونو ته لېږلې شوي۔د اېس او پيز ترمخه غېر ملكي پلاويو سره د اړوند سټاف به پاكستان ته د راتګ اطلاع وړاندې نه خارجه وزارت لخوا ټولو اړوندو ادارو ته يوه اونۍ وړاندې كولې شي۔د غېر ملكي مېلمنو او مهمو شخصياتو د راتلو اطلاع دې اړوندو ادارو ته 72 ساعته وړاندې وركړې شي۔اېس او پيز كښې ښكار لپاره راتلونكو غېر ملكي فلائټس لپاره لينډنګ پوائنټ هم په ګوته كړی شوې۔اېف آئي اے٬اے اېن اېف٬كسټم او د ځايې انتظاميې لخوا به دا خبره باوري كولې شي چې محسوس ډلې ته به د لينډنګ پھ ځايونو د اميګرېشن٬كسټمز٬سېكورټي او نورې آسانۍ وركولې شي۔ د داخله وزير پھ حكم د هر ډول لينډنګ پرمټ معطل كېدو څخه وروستو به كوم هم غېر ملكي لپاره پاكستان ته راتګ له د ويزې ترلاسه كول لازمي وي۔اېس او پيز كښې هدايت شوې چې كوم هم غېر ملكي ته به د ويزې او اميګرېشن عمل بشپړولو نه غېر پاكستان ته د داخلېدو اجازه نه وي۔ ۔د اړوند ويزې او اميګرېشن عمل بشپړېدو نه علاوه د داخلېدو پھ هڅه كولو به قانوني كاروائي عملي كولې شي په كوم كښې چې ګرفتاري هم شامل ده۔د اېف آئي اے چارواكو لخوا د هر راتلونكي فلائټ كليرنس بشپړ كېدو به ټول تفصيلات داخله وزارت ته په سمدستي توګه وركولې شي۔د نوې اېس او پيز له مخې د هرې اړوندې ادارې لخوا به فوكل پرسنز غوره كولې شي