داخله وزير چوهدري نثار علي خان اسلام آباد ته د اپلائیډ فار او مشکوک نمبر پلېټس ګاډو داخلېدو نوټس واخست

اسلام آباد ۔ 01 اپریل (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان اسلام آباد ته د اپلائیډ فار او مشکوک نمبر پلېټس لرونكو ګاډو داخلېدو نوټس اخستلو سره اسلام آباد ټرېفک پولیس ته د غیر رجسټرډ ګاډو مالكانو ته د 15 ورځو مهلت وركولو هدايت كړے۔ د خالي په ورځ د داخله وزارت وياند ترمخه داخله وزير د اپلائیډ فاراو مشکوک نمبر پلېټس لرونكو ګاډونو وفاقي پلازمينې ته د راننوتلو نوټس اخستلو سره وئيلي دي چې بغېر رجسټرېشن ګاډې چلول نه يوازې دا چې دا يو قانوني جرم دے بلكې ددې د لاسه د امنيت مسئلې هم رامخې ته كېږي۔ له دې كبله ددې اجازه وركولې كېدې نه شي۔ داخله وزير اسلام آباد ټرېفك پوليس ته د غېر رجسټرډ ګاډونو مالكانو ته د 15 ورځو مهلت وركولو هدايت كړې۔ ده ووئيل د ټاكلي وخت په ختمېدو به د قانون ماتونكو مالكانو په ضد سخته كاروائي كولې شي۔ او لوئې جرمانې سره سره د دوئي ګاډي به بندولې شي۔