ختيز افغانستان كښې موټري بمي چاؤدنه – د ا فغان نېشنل آرمي درې اهلكار مړه – 6 طالبعلمان ژوبل په غزني كښې په فضائي بريدونو كښې د 11 غېرملكتيا د وژنې ادعا

کابل ۔ 02 اپرېل(اے پی پی) ختيز افغانستان كښې د موټري بمي چاؤدنې په نتيجه كښې د افغان نېشنل آرمي درې اهلكار مړه او 6 طالبعلمان ژوبل شوي دي۔ غزني كښې فضائي بريدونو كښې د لږ تر لږ 11 غېر ملكيانو وژل كېدو ادعا شوې۔ د افغان ميډيا ترمخه چارواكو وئيلي چې د اتوار په ورځ خوست كښې په موټري بمي چاؤدنه كښې افغان نېشنل آرمي 3 اهلكار مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ په ژوبل شويو كښې د سكول طالبعلمان هم شامل دي۔ د صوبائي ګورنر وياند ووئيل چې دا چاؤدنه به دومانه سيمه كښې شوې۔ بلخوا تر دې دمه كوم تنظيم ددې پېښې ذمه واري قبوله كړې نه ده۔