حكومت د تعليم ودې له ځانګړې ګامونه پورته كوي۔ پاكستان به ډېر زر د پرمختګ كړې هېوادونو په صف كښې ودرېږي۔ زده كوؤنكي دې جسماني ٬ ذهني قابليت او صلاحيت او خپل ذاتي ژوند كښې بدلون راوستلو سره سره په تعمير او پرمختګ كښې هم فعاله كردار ترسره كړي۔ د تعليم دوهم وزير بليغ الرحمن

APP08-01 FAISALABAD: April 01 - Minister of State for Federal Education and Professional Training, Engnr. Muhammad Baligh ur Rehman, addressing the Annual gathering and Prize Distribution Ceremony at Wafaq-ul-Madaris-ul Salafia, Hajiabad. APP photo by Tasawar Abbas

فېصل آباد۔ 01 اپریل (اے پی پی ) د تعليم دوهم وزير بليغ الرحمن وئيلي دي حكومت د تعليم ودې له مثالي ګامونه پورته كوي۔ پاكستان به ډېر زر د پرمختګ كړې هېوادونو په صف كښې ودرېږي۔ زده كوؤنكي دې جسماني ٬ ذهني قابليت او صلاحيت او خپل ذاتي ژوند كښې بدلون راوستلو سره سره په تعمير او پرمختګ كښې هم فعاله كردار ترسره كړي۔ ده دا خبره په جامعه سلفيه حاجي آباد كښې د انعامونو وېش كلنې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په ديني تعليمي ادارو كښې په نوي تحقيق اډانه داسې نظام بايد معرفي كړې شي كوم چې ټولنې ته صلاحيت او هنر لرونكي كسان وركړي۔او ددې يوازنې حل په دې كښې دے چې مونږ ټول ددې اعلی مقصدونو ترلاسه كولو له په ګډه هڅې وكړو كومې چې د پاكستان پرمختګ او استحكام لپاره ضروري دي۔ ده ووئيل د لوړو زده كړو ترلاسه كول بايد تر ډګرو محدود نه وي بلكې فراغت ترلاسه كوؤنكې طالب علمان دې جسماني ٬ ذهني قابليت او صلاحيت او خپل ذاتي ژوند كښې بدلون راوستلو سره سره په تعمير او پرمختګ كښې هم فعاله كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل مونږ بايد خپلو ديني مدرسو كښې هغه مضمونه وښايو كومو سره چې د ترهه ګرۍ ختمولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دوهم وزير ووئيل ډېر زر به اول جماعت څخه تر شپږم جماعت قرآن پاك په ناظره او اووم نه تر دولسم به ترجمې سره قرآن پاك په سركاري او پرائېوېټ سكولونو كښې لازمي كولې شي۔ وفاقی کابینې د دې منظوري وركړې۔ او په قامي اسمبلۍ او سېنېټ كښې به هم دا بل منظورولې شي۔ ټولې صوبې په دې عمل كولو له چمتو دي۔ ده په دې مهال د جامعه سلفيه تعليمي او تحقيقي كاركردګي وستائله۔ وروستو دوهم وزير آخري امتحان كښې پوزيشن ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ته شيلډز او نقد انعامونه وركړل۔