تحريك انصاف بائد د ټاكنو اصلاحاتو لپاره پارلمانې كمېټۍ كښې مثبت كردار ترسره كړي او په لارو د چغو سورو په ځاې پارلمان كښې كردار تر سره كړي

APP73-10 ISLAMABAD: April 10 - Ms. Marriyum Aurangzeb, Minister of State for IB & NH addressing the participants of the consultation on Journalists Welfare and Protection Bill. APP

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي تحريك انصاف بائد د ټاكنو اصلاحاتو لپاره پارلمانې كمېټۍ كښې مثبت كردار ترسره كړي او په سړكونو د چغو سورو په ځاې پارلمان كښې كار وكړي٬عمران خان الېكشن كميسون له د اثاثو او فارن فنډنګ پھ حقله ځواب او تلاشي وركولو له چمتو نه دے٬تحريك انصاف فارن فنډننګ كيس كښې د ځواب وركولو په ځاې د الېكشن كميسون سپكاوي كوي٬عمران خان او د هغه ګوند پاكستان كښې د هر ډول اصلاحاتو او پرمختګ لاره نيول غواړي ٬اوس به قام د ادارو حفاظت كوي٬د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د مسلم ليګ(ن)په دور كښې د ټاكنو اصلاحات كېږي٬پاكستان كښې آئيني او قانوني ادارې قوي كېږي۔د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل تحريك انصاف فارن فنډنګ كيس كښې د ځواب وركولو په حائ د الېكشن كميسون سپكاوې كوي٬دې د پي ټي آئي مشر عمران خان ته ووئيل د پاكستان رياستي او آئيني ادارې مستحكمېږي ۔عمران خان دې داسې كوم كار وكړي چې پكښې د پاكستانو ښېګړه وي۔دوهمې وزيرې ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق عمر له مثبت كردار ترسره كړی ۔دوهمې وزيرې ووئيل كه د عمران خان څخه پوښتنه وشي نو هغه سپكې خبرې كوي۔د هغه د ګوند كسان هغه كوي كومې چې ورته عمران خان ښائې۔ مريم اورنګزېب ووئېل هغه دا غواړي چې ټول د هغه غوندې فساد او د انتشار خپور كړي او ټولې پريكړې د هغه د خوښې تر مخه وشي ۔شخصي ټي وي سره خپلو خبرو كښې دوهمې وزيرې ووئيل په تاريخ كښې پھ وړومبي ځل د مسلم ليګ(ن)په دور كښې د ټاكنو نظام كښې اصلاحات كېږي۔الېكشن كميسون د دغه اصلاحاتو بشپړېدو پړاؤ ته رسېدلې ۔دې ووئيل پي ټي آئي دا ځل هم سپكاوي كوي او د اصلاحاتو په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅه كوې۔د اطلاعات وزيرې ووئيل د پي ټي آئي دا عادت دے چې تل د خپلې خوښې پريكړې كوي او هغه په هېڅ ځاې د بل چا د خبرو او تجاويزو اورېدو له چمتو نه دے۔مريم اورنګزېب ووئيل الېكشن كميسون د عمران خان څخه د اثاثو او فارن فنډنګ په اړه پوښتنه كړې او هغه ځواب وركولو ته چمتو نه دے۔ مريم اورنګزېب ووئېل تېر وخت كښې هم هغه د 2013 ټاكنو نه پس د ټګۍ بې بنسټه تورنه لګولي وو او بيا د سترې محكمې پريكړه راغله او هغه د پريكړې اورېدو څخه انكار وكړو۔مريم اورنګزېب ووئيل د دې پريكړې نه پس پي ټي آئي له پكار وو چې د ټاكنو اصلاحاتو له راغلي وو خو د دې په ځائ د پارلماني كمېټۍ څخه غېر حاضر پاتې شول ځكه چې هغوي د ټاكنو اصلاحات نه غواړي۔دې ووئيل ټول سياسي ګوندونه د ټاكنو اصلاحات غواړي او الېكشن كميسون هم د پي ټي آئي د غړو رويې پھ وجه د كمېټۍ بائيكاټ كړې ؤه۔د اطلاعات وزيرې ووئيل بايد پي ټي آئي ته دا معلومه شي چې په پاكستان كښې آئيني او قانوني ادارې قوي كېږي اوس به قام د دغې ادارو حفاظت كوي۔دې ووئل د پي ټي آئي غړو چې استعفٰی وركړه نو په پي ټي وي او پارلمان يې بريد وكړو نو هغه وخت هم د قامي اسمبلۍ سپيكر كردار ترسره كړو او نن يو ځل بيا سپيكر كردار ترسره كولو سره الېكشن كميسون له باور وركړو چې د ټاكنو اصلاحاتو عمل به پېل كولې شي۔هيله ده جې پي ټي آئي به د دې عمل برخه شي۔(ص ف/ض ض/وس/2157)