اولس مشر ممنون حسېن ماروي مېمن ته د برطانوي پارلمان تر ټولو اعلی اعزاز “سپيكر ايوارډ برائے جمهوريت” له په ټاكل كېدو مباركي ماروي مېمن د بې وسۍ ختمولو له اخلاص سره كار كولو سره د پاكستان مقام پورته كړې۔ اولس مشر ممنون حسېن

اسلام آباد ۔ 01 اپریل(اے پی پی) اولس مشرممنون حسېن د بي آئي اېس پي مشرې ماروي مېمن ته د برطانوي پارلمان تر ټولو اعلی اعزاز “سپيكر ايوارډ برائے جمهوريت” له په ټاكل كېدو مباركي وركړې۔ د بي آئي اېس پي مشرې ماروي مېمن د خالي په ورځ اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ دې اولس مشر پاكستان ته د ترلاسه كېدونكي اعزاز په اړه ووئيل۔ اولس مشر ماروي مېمن ته مباركي وركولو سره ووئيل ماروي مېمن د بې وسۍ ختمولو له اخلاص سره كار كولو سره د پاكستان مقام پورته كړې په دې زه دې ته شاباش وركوم او هيله لرم چې هغه به په نړيوال كچه ستائل كېدو څخه وروستو اوس يوې نوې جذبې او عزم سره هېواد كښې د بې وسۍ ختمولو او د جمهوريت استحكام له كار كوي۔ د پروګرام مشرې ماروي مېمن اولس مشر پاكستان ته د ترلاسه كېدونكي اعزاز په اړه خبر كړو۔ دې د اسپیکر جان برکو د مباركۍ خط هم اولس مشر ته وړاندې كړو۔ د برطانيې د ايوان نمائندګانو پرېكړه كړې وه چې دې كال څخه به ټولې نړۍ څخه د جمهوريت استحكام ٬ د بې وسۍ ختمولو او د رائې آزادۍ سره څرګندونې له كار كوؤنكې به دې ايوارډ لپاره ټاكلې شي۔ د دې مقصد لپاره د نړۍ د زرګونو په شمېر كسانو د كار جاج واخستلې شو او پايه كښې ماروي مېمن دې ايوارډ لپاره وټاكلې شوه۔ پاكستان ته دا درناوې ترلاسه دې چې د دې اولنې ايوارډ پاكستان ته وركولې شي۔ ماروی مېمن د دې ايوارډ لپاره د برطانوی دارالعوام يو غړي غوره كړې وه۔ ماروی مېمن د 5.4ملین مېرمنو مالي حالت ښه كولو له چې كوم اخلاص سره كار كړې هغه يو ريكارډ دے۔ دغسې ماروي مېمن د ښه مقصدونو لپاره د زيات سفر كوؤنكې پارلېمنټېرين په توګه هم رامخې ته شوې