پېښور ګورنر هاؤس كښې د پاکستان ورځې په دستوره كښې 8 شخصیات ته سول اعزازات وركړې شول

پېښور 23مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر انجینئر اقبال ظفر جھګړا د زيارت پھ ورځ پېښور ګورنر هاؤس كښې د پاکستان ورځې 23 مارچ په دستوره كښې د اولس شمر ممنون حسېن د اړخه د صوبې 8 شخصیات ته په خپلو اړوند څانګو كښې په ښھ خذمات سول اعزازت وركړل۔ د سول اعزازات وېش دستوره كښې د افغانستان او ایران کونسل جنرل، صوبائی وزيرانو ، د صوبې او فاټا سره تعلق لرونكو غړو ٬ اعلیٰ سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔ سول اعزازات ترلاسه كونكو كښې د پېښور پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر محمدرسول جان د سائنس په څانګه كښې په ځانګړې خذمات ستارہ امتیاز ترلاسه كړو۔ ښه كاركردګۍ لپاره صدارتی اعزاز ( پرائډ آف پرفارمنس ) ترلاسه كونكو كښې محمد اسماعیل خان(د ادب ، صحافت څانګه) كښې او د خدمات عامه څانګه كښې په ښھ کارکردګۍ ستارہ ګل (ارواښاده) ،کنیزنرجس (ارواښاده) او ډاکټریعقوب خان (ارواښاد) شامل دي۔ محمدالهی بخش مطیع ته د فن خطاطی په څانګه كښې په ښه كاركردګۍ تمغه امتیاز وركړې شو دغسې سیدہ حسینه ګل او ناصرعلی سید د ادب په څانګه كښې د ښه خذمات په اعتراف كښې تمغه امتیازوركړې شو۔ستارہ ګل او کنیز نرجس د اړخه د هغوي خاوندانو میا نعیم علی شاہ او عزت حسېن اعزاز ترلاسه كړو دغسې د ډاکټریعقوب خان د اړخه د هغه كونډې فرزانه اعزاز ترلاسه كړو