په هلمند ولايت كښې افغان پوليس اهلكار ډزې كولو سره خپل يوولس ملګري ووژل

لشكر ګاه 01 مارچ (اے پي پي) د افغانستان په هلمند ولايت كښې افغان پوليس اهلكار ډزې كولو سره خپل يوولس ملګري وژلي دي او په خپله په تښته كښې بريالې شوے۔ د چارواكو له مخې دا پېښه د هلمند ولايت په لشګرګاه سيمه كښې رامنځ ته شوېټ د ولايت د والي وياند عمر ځواك له مخې بريد كوونكي په چېك پوسته خپل ټول ملګري وژلي دي او د دوي وسله ئې د پوليسو په ګاډي كښې ځان سره وړې۔ ده ووئيل چې داسې بريد كوونكو سره طالبانو سره يو ځائ كېدے شي خو بيا هم د پېښې پلټنې روانې دي۔ تېر كال د دسمبر په مياست كښې په كندوز ولايت كښې هم په داسې يوه پېښه كښې 5 كسان وژل شوي وو او بريد كوونكي د دوي وسله ترلاسه كولو سره تښتېدلې و