پاکستان د جمهوري هلو ځلو په نيتجه كښې وجود موندې٬ د هېواد بقاء او پرمختګ هم د جمهوريت سره تړلې شوې

اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي پاکستان د جمهوري هلو ځلو په نيتجه كښې وجود موندې٬ د هېواد بقاء او پرمختګ هم د جمهوريت سره تړلې شوې٬ قام د جمهوري نظام له مخې د پېښو ستونزو مخنيوي له هڅې كوي،د پاکستان معیشت پرمختګ كوي او هېواد يو سيمه ايز اقتصادي طاقت جوړېدونكې دے ، هېواد سره مينه ٫ خلوص٬ عزم او په ايماندارۍ اجتماعي هلې ځلې د پرمختګ نوې منزلونه سركولو له مرستياله ګرځيدې شي ۔ اولس مشر دا خبرې د پاكستان ورځې په موقع خپل پېغام كښې كړې۔اولس مشر د پاكستان ورځې په موقع ټول قام له مباركۍ وركولو كښې ووئيل دا ورځ مونږ ته هر كال د نيمې وچې مسلمانانو ھغه نظريات٬ اصول او ارفع مقاصد او اتحاد رايادوي د كومو په سوب چې ھغوي د خپل خوب تعبير موندې۔ ده ووئيل د نن نه 77 كاله وړاندې په نننۍ ورځ د نيمې وچې مسلمانانو خپل تهذيب٬ رواياتو او كلتوري اقدارو سره ژوند كولو لباره د يو جلا وطن ترلاسه كولو له نه كمزورې كېدونكې عزم كړې ے۔ ده ووئيل ھغوي په ځانګړو هلو ځلو ٬ پوخ عزم او د لوي څښتن په فضل به 7 كاله لنډه موده كښې خپل مقصد ترلاسه كړو۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل مونږ قائداعظمؒ او د پاكستان نورو مٶسئسانو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ چا چې پخپل پوخ عزم ٬ قوي اراده او د مينې په سوب د نيمې وچې مسلمانانو له يو پلېټ فارم وركړو او ھغوي له ئې جلا وطن جوړ كړو۔ ده ووئيل قائداعظم او زمونږ پلرونو او نيكونو د يو جمهوري رياست جوړولو خوب لېدلې وٶ چرته چې د آئين او قانون سرلوړي وي او چرته چې اقليتونو ته يو برابر حقونه او موقعې ترلاسه وي۔ اولس مشر ووئيل په حقيقت كښې دا ورځ مونږ ته دا يادګېرنه كوي چې د پاکستان قیام د جمهوري هلو ځلو په نيتجه كښې ممكن شوے٬۔ ده باور ولرلو چې پارلمان ٬ اولس او ټولې ادارې به دې مقصد لپاره كار كوي٬ قام د جمهوري نظام له مخې د پېښو بېلو ستونزو مخنيوي له هڅې كوي ۔ ده ووئيل انتها خوښۍ او د ترهه ګرۍ لعنت زمونږ ټولنه ځپلې خو دا خبره خوشبينه ده چې د حكومتي پرېكړې له مخې د زړور اولس په بشپړه مرسته قانون نافذ كوٶنكو ادارو تر ډېره حده به حالاتو قابو موند او د خاتمې ئې عزم لري ۔ اولس مشر ووئيل د پاکستان معیشت پرمختګ كوي او هېواد يو سيمه ايز اقتصادي طاقت جوړېدو له چمتو دے۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبه د پاكستان او چين د غوره اړيكو عكاسه منصوبه ده كومه چې په سماجي او اقتصادي توګه د منطقې قسمت بدلولو صلاحيت لري۔ اولس مشر په قام زور روارو چې ھغوي كلك د عزم پخلي وكړي چې مونږ به د پاكستان د موسئسانو په پل ځو او پاكستان به د ھغوي د خوبونو له مخې د امن ٬ پرمختګ او استحكام مسكن جوړوٶ۔