پاکستان او یمن باوري او د ملګرتيا اړيكې لري

اسلام آباد ۔ 14 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي پاکستان او یمن باوري ٬ ملګرتيا او په مرسته اډانه خاص اړيكې لري۔ وزيراعظم دا خبرې د یمن نائب وزیراعظم او خارجه وزير عبدالمالك عبدالجلیل المخلافي سره د نهې په ورځ ملاقات په مهال كړې۔ وزیراعظم مارچ كال 2015 كښې یمن څخه د زرګونو په شمېر د پاكستانيانو راستنولو له په مرسته او ملاتړ د يمن حكومت مننه وكړه ۔وزیراعظم د یمن ځپلې شوو كسانو لپاره د بشري خواخوږۍ په بنياد د لس لكه ډالرو سمدستي مرستې كولو اعلان هم وكړو او د ورور هېواد يمن د امن بحالۍ له ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د يمن نائب وزیراعظم يمن لپاره د پاكستان لخوا په مرسته او ملاتړ د وزیراعظم مننه وكړه ۔