اسلام آباد 25 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د وسله والو ځواكونو افسرانو او ځوانانو له د پاكستان په ورځ په ښه پریډ مبارکي وركولو سره وئيلي پاك پوځ د هېواد دفاع له په هر ډګر چمتو دے، د پاك پوځ په موجودګۍ كښې د هېواد سالمیت ته هيڅ ډول زيان نه شي رسيدې، حکومت به پاك پوځ له جدید آلاتِ حرب وركولو كښې هيڅ بې غوري نه كوي۔ اولس مشر ممنون حسېن د دې خيالاتو څرګندونه د وسله والو ځواكونو شريك پريډ په لړ كښې د انعامونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د پاك پوځ اعلیٰ افسران او ځوانان هم موجود وو۔ اولس مشر ممنون حسېن د وسله والو ځواكونو افسرانو او ځوانانو له د پاكستان په ورځ په ښه پریډ مبارکي وركولو سره ووئيل دا پريډ د پاك پوځ د مثالی نظم او ضبط او ښه دفاعی صلاحیتوں ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل قام د خپل پوځ په پیشه وره صلاحیتونو وياړ لري۔ اولس مشر افسرانو او ځوانانو ته مخاطب کيدو سره ووئيل په 23 مارچ پریډ كښې پوځ د كوم جوش او جدذبې سره د کارکردګۍ څرګندونه كړي هغه د ستائنې وړ ده، دې سره د قام د باور تجدید هم شوے چې پاك پوځ پېښه وره صلاحیتونه لري او د خپلې خاورې دفاع لپاره چمتو دي۔ ده ووئيل پریډ كښې د چین او سعودی عرب ډلو نه ځانله د ترکيه بینډ ګډون زمونږ لپاره د خوشحالۍ خبره ده ، كومه چې د هغوي د پاکستان سره د ښه ملګرتيا څرګندونه ده په دې مونږ د هغوي مننه كوو۔ اولس مشر ووئيل پریډ قام كښې هغه جذبه بیدار کړې د كومې څرګندونه چې زمونږ بزرګانو د تحریکك پاکستان په مهال وه ، زه تاسو ته نصیحت کوم چې د پاکستان عظمت او سرلوړۍ خپله جذبه هم دغسې وساتۍ۔اولس مشر ووئيل پاك پوځ په هر سخت وخت كښې د اولس او هېواد مرسته او جذمت كړي