پاكستان منطقه او نړۍ كښې امن او څوكالۍ ته د وده وركولو عزم لري٬د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ پشمول د ټولو شريكو چېلنجونو مقابلې له به په ګډه كار كول وي

APP04-14 ISLAMABAD: March 14 – Speaker National Assembly Sardar Ayaz Sadiq addressing at Asian Parliamentary Assembly (APA) meeting of Special Committee on Creation of Asian Parliament (SCCAP). APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې پاكستان منطقه او نړۍ كښې امن او څوكالۍ ته وده وركولو له لوظي دې٬د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ پشمول د ټولو شريكو چېلنجونو مقابلې له به په ګډه كار كول وي٬كه جمهوريت د وروستو پاتې طبقو او په خاص توګه د مېرمنو كوچنيانو او د اقليتونو د حقونو تحفظ ونه كړې شي نو هغه د حقيقي نمائندګۍ ادعا كولې نه شي۔ د آسيائي پارلماني اسمبلۍ غړو هېوادونو له به د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې او د اولس د هيلو ترمخه د حل وړ ټولو مسئلو په امن ناكه ډول حل كولو له كار كول وي۔ سي پېك سره به نه يوازې د پاكستان او چين بلكې د افغانستان هند مينځنۍ آسيا پشمول په ټوله منطقه مثبت آغېز وشي۔ده دا خبره د نهې په ورځ د آسيائي پارلمان جوړولو له د كمېټۍ غونډې پرانستې ناستې ته په خپل خطاب كښې وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل آسيائي پارلماني اسمبلي د بشري حقونو ساتنې او جمهوريت مضبوط جوړولو سره اړوندې سيمه ايزې مرستې ته وده وركولو له يو مضبوط فريم ورك وړاندې كولې شي۔آسيائي سيمه د سماجي اقتصادي٬كلتوري٬جعرافيائي او پرمختيائي اړخونو نه ډكه ده۔په دې وروستيو لسيزو كښې د غوره تجارتي پالېسۍ د څيزونو په غوره توګه د وړلو راوړولو او پېداوار كښې زياتوالي آسيا بدله كړې بيا هم انتهاخوښي او ترهه ګري او سيمه ايزې ستونزې ډېر لويې روكاوټونه دي٬په فلسطين٬سوريه٬عراق٬كشمير او د افغانستان په ډول چارې سيمه ايز امن او هم غږۍ له پرله پسې خطر دې۔ده ووئيل آسيا نن د نړۍ تر ټولو زياته ستونزو سره ښكار سيمه ده