وزیراعظم محمد نواز شریف په دوه ورځنۍ دوره کراچۍ ته ورسيد

کراچۍ 14 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف پھ دوه ورځنۍ دوره كراچۍ ته رسيدلې دے۔د نهې په ورځ د كراچۍ په هوائي ميدان د سندھ ګورنر محمد زبیر او د سندھ وزیر اعلیٰ سیّد مراد علی شاہ سره د مسلم لیګ (ن) ځائي لارښودو او نورو اعلیٰ چارواكو د وزیراعظم هركلے وكړو۔ وزیراعظم به د خپلې دورې په مهال ګورنر هاؤس كښې د مسلم لیګ (ن) سندھ سره تعلق لرونكو لارښودو او سوداګرې ورورولۍ سره ملاقاتونه كوي۔