وزیراعظم سره د قامي تاريخ او ادبي ورثې خپل صلاحكار وليدل

اسلام آباد ۔ 14 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف سره د قامي تاريخ او ادبي ورثې خپل صلاحكار عرفان صديقي د نهپې په ورځ ليدلي دي ۔ عرفان صدیقي وزیراعظم د هنرمندو د خېرښګړې لپاره د جوړې كړې شوې كمېټۍ د پېشرفت نه خبر كړو۔ وزیراعظم هيله ولرله چې ياده شوې كمېټي به په ټاكلې شوې موده كښې خپل جامع وړاندېزونه جوړ كړي۔