مونږ ټولو له پاكستان يو داسې قامي رياست جوړول دي چې پكښې ټولو وګړو ته يو برابر حقونه ترلاسه وي او د پاكستان هره منطقه پرمختګ وكړي او د هېواد لرې پرتو سيمو وړومبې پرمختګ باوري كړې شي

اسلام آباد 23 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف پاکستان د قائداعظم د افکارو تر مخه د جديد دور پرمختللې رياست جوړلو له د عزم څرګندونې سره وئيلي دي د قام په حېث زمونږ ذمه واري ده چې يو داسې ټولنه جوړه كړو چرته چې د رنګ ٬ نسل ٬ مذهب په تفريق د چا سره څوك امتيازي سلوك ونه كړې٬ مونږ ټولو له پاكستان يو داسې قامي رياست جوړول دي چې پكښې ټولو وګړو ته يو برابر حقونه ترلاسه وي او د پاكستان هره منطقه پرمختګ وكړي او د هېواد لرې پرتو سيمو ته به په ترجيحي بنيادنوو ترقي وركولې شي، د نن جمهوری پاکستان كښې عدلیه او میډیا آزاده ده،د هېواد پسماندہ سيمو كښې په ترجیحی بنیادونو د پرمختګ كار روان دے، د پرمختګ دا مزل به هم په دې ولوله او جذبه روان وي۔ ده دا خبره د پاکستان ورځې په موقع خپل پیغام كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل 23 مارچ زمونږ د ملی تاریخ يوه نه هېريدونكې ورځ ده ، د سوئيلي اسياﺀ مسلمانان د يوې مودې راهسې خپل شناخت له چمتو وو خو د هغوي په وړاندې كوم ټاكلې منزل نه ؤ ، ده ووئېل په دې ورځ مونږ داسې يو موټے شوو چې په نتيجه كښې ئې نه يواځې منزل وټاكلې شو بلکه د پاکستان جوړيدو په صورت مونږ هغه منزل هم ترلاسه كړو۔ ده ووئيل د علامه اقبال الٰه آباد خطبه كښې خو د منزل تعین ؤ خو په هغې قامی اجتماع په 23 مارچ وشوه۔ ده ووئيل دغه ورځ مونږ ته يادګېرنه كوي كه عزمِ كلك وي او قام يو موټې وي او دیانتدار قیادت وي نو په ظاهره ناممکنه ښكاريدونكې هدف ممکن شي۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان جوړيدل چې چرته سوئيلي اسياﺀ كښې پائیدار امن ضمانت ؤ هلته د هغه وګړو لپاره هيله هم وه چې په نيمه وچه كښې د پرمختګ برابر موخو څخه محروم ساتلې شوې وو او د هغوي تهذیبی تشخص ختمولو له هڅه شوې وه۔ وزیراعظم ووئيل د 23م مارچ په قرارداد كښې دا خبره پټه وه چې په نوې هېواد كښې به ټولو وګړو ته يو برابر حقونه ترلاسه وي۔ ده ووئيل نن مونږ د لوي څښتن مننه كوٶ چې د پاكستان اولس يو ځل بيا خپل ورك مزل موندې۔ ده ووئيل د تېرو درېو كالو په مهال چرته چې پاكستان د امن مسكن جوړولو له حكومت ٬ پوځ او د سلامتيا ادارو او اولس قربانۍ وركړې هلته اقتصادي خوشحالۍ او پرمختګ لپاره حكومت په يو زړه پېشرفت كړې۔ وزیراعظم نواز شریف ووئيل نننۍ پاكستان د لوي څښتن په شكر جمهوري دے٬ چې پكښې عدليه آزاده٬ ميډيا خپلواكه ده۔ ده ووئيل د سي پېك په تاريخي منصوبې كار روان دے چې ورسره بلوچستان كښې د تعمير او پرمختګ عمل پېل شوې٬ په راتلونكو كښې به ان شاء اﷲ بلوچستان د هېواد پرمختللې سيمو كښې شامل شي۔ ۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې پاكستان سلامت وساتي او دا چې په سباٶن كښې يو عظيم پرمختللې هېواد جوړ كړي