لوېديز او استعمار د آسيا اولس ټول عمري استحصال كړې٬آسيا بايد خپلې پريكړې پخپله وكړي

APP05-14 ISLAMABAD: March 14 – Chairman Senate Mian Raza Rabbani addressing at Asian Parliamentary Assembly (APA) meeting of Special Committee on Creation of Asian Parliament (SCCAP). APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د سېنټ چيئرمېن مياں رضا رباني وئيلي دي لوېديز او استعمار د آسيا اولس ټول عمري استحصال كړے٬آسيا بايد خپلې پريكړې پخپله وكړي٬د آسيا مقدر د خپل اولس په لاسو كښې دے٬مونږ بايد خپل وسائل په خپل اولس مصرف كړو٬كه د راتلونكو نسلونو د هيلو ترمخه مونږ كار ونه كړو نو تاريخ به مو ونه بخښي٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ آسيائي پارلمان جوړولو له د كمېتۍ غونډې پرانستې ناستې ته خطاب كښې وكړه۔ مياں رضا رباني ووئيل دا خبره به ياد ساتلي شي چې د قامونو ترمينځھ دوه اړخيزه مسئلې او سيمه ايز اختلافات وي خو كله چې مونږ په يو فورم راغونډ شوو نو مونږ د هغه اولس نمائندګي كوؤ كوم چې د ستونزو او ترهګرۍ سره مخ دے او د چا چې دا مهال استحصال روان دے۔ ده ووئيل لوئيديز نه يوازې دا چې د قدرتي پنګو لرونكو سيمو استحصال كوي بلكې د ذاتي ګټې لپاره هم د دې منطقې د اولس استحصال كوي۔ ده ووئېل مونږ له به خپل مينځ كښې دښمني ختمول او وړاندې تلل وي۔ ده ووئيل مونږ د آسيا وارثان يو۔ آسيا د زوړ تهذيب مركز او بلها قدرتي پنګې لري۔ سناتور ميا رضا ربانې ووئيل په لوئيديز پلازمينو كښې يوه نوې فلسفه رامخې ته كېږي۔ د ډونلډ ټرمپ ټاكنو نه بايد مونږ سبق زده كړو د كومو اثرات چې رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئېل هېواد پرېښودونكو او د آسيا اولس لپاره د دغې زيات اثرات ممكن كېدې شي۔ده ووئيل لمر د آسيا نه پورته كېږي او ټولې نړۍ ته رڼا وركوي۔ دا غونډه به د سپر آسيا پېل ثابت شي۔ ده ووئېل مونږ بايد خپل مينځ كښې اختلافات ختم كړو۔ هيله ده چې د آسيا پارلمان جوړولو له د كمېټي او د سياسي چارو كمېټۍ غونډې سره به مونږ ته د وړاندې تګ موقع په لاس راشي۔ مونږ له به خپل اولس ته د پېښو چېلنجونو احساس كول وي۔ او ددې چېلنجونو مقابلې لپاره به په ګډه هڅې كول وي