سینائی كښې د مائن په چاؤدنه كښې 4 عسكر مړه شوي

قاهرہ 26 مارچ (اے پی پی) د مصر جزیرہ نما سینائی كښې د مائن په چاؤدنه كښې 4 عسكر مړه شوې دي۔ د عرب نیوز له مخې دا پېښه تيره ورځ العریش جنوب كښې 20 کلومیټره لرې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د داعش اتحادی جنګيالو سره كاروائي كونكې بکتر بند ګاړې د مائن سره وجنګيدو چې په نتيجه كښې ئې 4 عسكر مړه شوې دي۔ دا خبره دې ياده وي چې 2013ء كښې د محمد مرسی حکومت ختمولو نه پس سینائی د جنګ ښكار سيمه ده