سي پېك منصوبې سره به د مينځنۍ آسيا هېوادونو د نړۍ نورو هېوادونو سره رابطې زياتې شي

APP24-14 ISLAMABAD: March 14 - President Mamnoon Hussain in a meeting with Chairman of the Supreme Council, Kyrgyz Republic, Chycybai A. Tursunbekov, who along-with a delegation called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې سي پېك منصوبې سره به د مينځنۍ آسيا هېوادونو د نړۍ نورو هېوادونو سره رابطې زياتې شي۔دې منصوبې سره به د ګوادر بندر ځاې نه تر كرغزستان مسافت كم شي٬د پاكستان كرغزستان٬چين٬قزاخستان ترمينځه لوظ نامې اړيكو ته يو نوې اړخ وركړې۔ده دا خبره د نهې پھ ورځ د كرغزجمهوريه سپريم كونسل چيئرمېن چيني بائي ترسن بيكوف پھ مشرۍ كښې پلاوي سره وكړه۔پھ دې مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق٬د قامي اسمبلۍ غړې عبدالحميد خان٬د كرغزستان پارلمان٬د مخالفې ډلې غړي او پاكستان كښې د كرغزستان سفير بے شيم هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل د پاكستان كرغزستان٬چين٬قزاخستان ترمينځه لوظ نامې اړيكو ته نوې اړخ وركړې چې ورسره به تجارتي او اقتصادي مرسته لا زياته شي۔اولس مشر ووئيل د پاكستان او كرغزستان ترمينځه تجارت د دواړو هېوادونو صلاحيتونو څخه كم دې او دا زياتولو له به هڅې كول وي۔اولس مشر پھ دې خبره زور راوړو چې دواړه هېوادونه بايد دوه اړخيزه تجارت ته وده وركولو او د يو بل په تجارتي نندارتونونو كښې ګډون كولو له د كاروباري پلاو او سرمايه كارو ترمينځه رابطې زياتې كړی شي۔اولس مشر ووئيل پاكستان او كرغزستان بايد د تجارت٬كلتور او د تعليم څانګو كښې مرسته زياته كړي۔اولس مشر هيله ولرله چې كاسا 1000 منصوبه به تر 2018 بشپړ شي۔اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه بايد هوائي رابطه هم بحال شي۔اولس مشر د پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم مستقل غړي جوړیدو له د كرغزستان د مرستې مننه وكړه۔د كرغز جمهوريه سپريم كونسل چيئرمېن چيني بائي ترسن بيكوف ووئيل كرغزستان د پاكستان جمهوري تجربو څخه ګټھ پورته كول غواړي۔ده ووئيل اقتصادي راهداري منصوبه كرغزستان له ډېره مهمه ده او د كرغزستان لپاره تر ټولو نزدې بندرځاې پاكستان كښې دې۔ده دا هم ووئيل چې كرغزستان د ارزانې برېښنا په پیداوار كښې پاكستان سره مرسته كولې شي