سي پیك سره به پاكستان لوې تجارتي او اقتصادي مركز جوړ شي٬چين او روس لپاره هم زمونږ هېواد د تجارتي راهدارۍ په توګه مهم حېيثت لري

اسلام آباد 27 مارچ (اے پی پی) د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه وئېلي دي هند د سيمې دوه اتومي قواؤ سره محاذ پرانستې دے ٬افغانستان سره به پھ هر صورت اړيكې ښه كول وي٬ جنرال راحيل شريف كه د سعودي امنيتي اتحاد مشر شي نو دا به د اسلامي نړۍ لپاره د يو والي سوب وګرځي۔ د ګل پھ ورځ يو ځايې هوټل كښې د غېر سركاري تنظيم لخوا په بحريه هند كښې د ميري ټائمز سېكورټي چېلنجېز په سرخط راجوړ كړې سېمينار ته ده ووئيل د نائن اليون نه وروستو د ترهه ګرۍ په ضد ميري ټائم سېكورټي چېلنجونو ته ډېر اهميت وركړې شوې ۔د قامي سلامتيا صلاحكار ووئيل پاكستان د چېرې مودې څخه د ترهه ګرۍ مقابله كوي٬د تېرو 38 كلونو څخه پاكستان او افغانستان د امنيت چېلنجونو سره مخ دے۔ ده ووئيل پاكستان سره به پھ هر صورت اړيكې ښه كول وي۔ده ووئيل هند د دوو اتومي طاقتونو پھ ضد محاذ پرانستې۔ سمندري قاچاق دې تصور ته نوې جهت وركړې او دا يې په ترجيحاتو كښې شامل كړې۔د قامي سلامتيا صلاحكار ووئيل مونږ له به خپله پالېسۍ كښې د سمندري امنيت ټولو چېلنجونو ته پام لرنه كول وي۔پاك بحريه په منطقه كښې لويې صلاحيت لري٬مونږ د تقابل په ځاې د مرستې فضاﺀ جوړولو ته ترجيح وركوو۔ده ووئيل پاكستان د دې منطقې ګيټ وے جوړول دي٬بحر هند كوم حدونه نه لري۔دا د نړۍ دريابونو او سمندرونو سره تړلې شوې۔ده ووئيل د سي پیك جوړېدو سره به پاكستان يو لويې تجارتي او اقتصادي مركز جوړ شي