سندھ او په خاص توګه كراچۍ كښې د امن پھ حقله په روانو اقداماتو او د صوبې په سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه

APP70-13 ISLAMABAD: March 13 - Interior Minister Ch. Nisar Ali Khan and Governor Sindh Mohammad Zubair exchanging views during their meeting at Punjab House. APP

اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي د كراچۍ عمليات په 2013 كښې د وفاقي حكومت په سپارښتنه پیل شوي وو او اوس تر منطقي انجام رسولو ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سندھ ګورنر محمد زبير سره د ملاقات پھ مهال وكړه۔ده ووئيل د وفاق نمائنده په حېث كه د سندھ ګورنر د قابليت او سياسي شعور نه د سندھ انتظامي مشينري او اولس مستفيد شي هلته به سياسي عمل هم لا قوي شي۔په ملاقات كښې د سندھ صوبې او پھ خاص توګه پھ كراچۍ كښې د امن پھ اړه په روانو اقداماتو او د صوبې پھ سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دواړو لارښودو په كراچۍ كښې د امن په حقله اطمينان څرګند كړو۔داخله وزير ووئيل د كراچۍ امن د ټولو سياسي ګوندونو شريكه ذمه واري ده او اوس وخت راغلې چې ټول سياسي ګوندونه د جرائم پېشه كسانو لپاره نه يوازې خپلې دروازې پخې بندې كړي بلكې د داسې عناصرو په ګوته كولو كښې د قانون نافذ كوونكو ادارو ملګرتيا وكړي۔داخله وزير د سندھ ګورنر محمد زبير له پھ غوره كېدو مباركي وركړه