د چین وزیراعظم نیوزی لینډ ته لاړو

ویلنګټن 26 مارچ (اے پی پی) د چین وزیراعظم لی کی چیانګ د آسټریلیا دورې نه پس نیوزی لینډ ته لاړو۔ د اتوار په ورځ لی کی چیانګ چې ویلنګټن ته ورسيد نو د نیوزی لینډ وزیراعظم بل انګلش د هغه تود هركلے وكړو۔ د چین وزیراعظم به تر شورو ورځ نیوزی لینډ كښې وي۔ چرته به چې هغه د خپل همڅنګ بل انګلش بشمول اعلیٰ حکومتی چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔ د خپلې دورې په مهال به لی کی چیانګ د دواړه هېوادونو ترمينځه آزادنه تجارت ته په وده وركولو خبرې اترې كوي۔ د آسټریلیا دورې په مهال لی کی چیانګ وئيلي وو چې زمونږ هېواد اقتصادی اړيكو ته پراختيا وركولو كښې خوښي لري